د زلمي خلیلزاد د ماموریت د ختمېدو غږ!
خبريال وېبپاڼه: زلمی خليلزاد چې د ډېر زيات وخت راهیسې د افغانستان په چارو کې د امريکا د متحده ايالاتو د بېلابېلو حکومتونو استازی پاتې شوی اوس د امريکا د نوي ولسمشر جوبایډن له لوري د پخپل ځای د پاتې کېدو سره سره د خپلې دندې د بېرته له لاسه ورکولو د خطر سره مخ دی.
ښاغلی خليلزاد د ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري د افغانستان د سولې په چارو کې دخيل شو او د امريکا د متحده ايالاتو له لوري یې د طالبانو سره مذاکرات پيل کړل، د طالبانو او زلمي خليلزاد د مذاکراتو پايله په ښکاره کاميابه وه خو ددې مذاکراتو پايله صرف د ډونالډ ټرمپ لپاره خوږه وه د افغانستان لپاره یې توره ورځ نوره هم توره کړه.
د جوبایډن پرېکړه!
زلمي خليلزاد په حقيقت کې د ډونالډ ټرمپ لپاره د طالبانو څخه هغه څه واخيستل چې هغه غوښتل، خو د امریکا دننه د ډونالډ ټرمپ د یو طرفه دريځ سره هغه وخت هم ډېری حکومتي چارواکي مخالف و او ان د ډونالډ ټرمپ ډېر نېږدې کسان د طالبانو سره د زلمي خليلزاد له لوري ددې ډول خبرو مخالف و چې وروسته ډونالډ ټرمپ هغوی منفک کړل او ویې شړل.
ځینې امريکايي مبصرین د جوبایډن د ادارې له لوري د زلمي خليلزاد ټاکنه په نړيواله سطحه د امريکا د تخريب شوي هويت د نور نه تخريب یوه هڅه بولي، د امریکا د چارو شننونکي دا هم وايي چې ډونالډ ټرمپ امریکا هم دننه او هم په نړيواله کچه د سختو ستونزه سره مخ کړه او د امريکا هويت او رهبرۍ ته زيان ورساوه، ددې شننونکو په وينا که جوبایډن د یوه پلوه د امريکا نړيوال استازي له دندې لرې کړي او لوی بدلونونه راولي نو دا به د انتقام اخيستلو او د امريکا د ننه د لويې طبقه بندۍ يوه نښه وي.
د بديل په صورت کې فوري عزل!
په امريکا کې دننه د چارو شننونکي او متخصصين وايي چې د جوبایډن حکومت د خليلزاد په ځای د مناسب کس په لټه کې دی او د لومړي فرصت سره به د هغه ځای ناستی ټاکي.
د جوبایډن حکومت او ټيم تراوسه په دې دقیق نه دی خبر چې د خليلزاد او طالبانو ترمنځ ټول توافقات او وعدې څه دي، دا هڅه کېږي چې په دې هکله د جوبایډن حکومت دقیق څېړنه وکړي چې پوه شي خليلزاد په پټه او ښکاره د طالبانو سره کوم توافقات کړي دي.
په امريکا کې د ډیموکراتانو په اړخ کې ځينې داسې څېرې هم شته دي چې د لومړي سره د زلمي خليلزاد مخالف و، دوی د سره په ده باندې باور نه درلود او غوښتل یې دا چاره تر هغه یو مناسب چاته وسپارل شي، د امريکا دننه په زلمي خليلزاد باندې دا تورونه هم پورې شوي چې د طالبانو سره په مذاکراتو کې يې په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې په پام کې نه دي نيولې او بېړه يې کړې ده چې ژر تر ژره د طالبانو سره يوې پايلې ته ورسېږي.
داسي ښکاري چې د مۍ میاشتې تر پایه یا ډېر ترډېره تر راروانې جون میاشتې پوري به د زلمي خلیلزاد لاس له سولي پروسې ورلنډ کړل شي.
د زلمي خلیلزاد تګ او طالبانو ته یې زیان!
طالبانو که څه هم د امریکا متحده ایالاتو سره د اړیکو درغښت لپاره هره ناکامه هڅه وکړه؛ خو سرچینې وايي چې د راوانې جنوري میاشتې پر ۱۶ نېټه چې کله په افغانستان کې د امریکايي پوځ قوماندان جنرال مایک میلر د زلمي خلیلزاد په وړاندي طالبانو ته په دوحه کې خپله تروشه ټنډه ور وښوده او هغوی یې له هدفيوژنو بند کړل؛ تر ملاقات څو ورځې وروسته زلمي خلیلزاد په یوه تلیفوني تماس کې طالبانو ته دا ور وفهموله چې ګواکې نور تر ډېره بریده ناتوانه شوی دی.
طالب مشران ډېر وروسته په دې پوی شول چې د سولې پروسه يوازې د زلمي خلیلزاد تر خبرو پوری محدوده نه ده بلکه د امریکا متحده ایالات ښايي پر پاکستان هم نور فشارونه زیات کړي.
د زلمي خلیلزاد له لوري د سولي د پروسې له لرې کېدو وروسته به طالبان په اسانۍ ونه کړای شي چې د راتلونکي بل هر کس سره داسې اسانه اړیکې جوړې کړياو د هغه نه په بېړه داسې ژمنې تر لاسه کړي چې له زلمي خلیلزاد نه یې تر لاسه کړې وې.
لیکوال: سید نصیب الله
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.