The news is by your side.

دا ۵ خواړه مو د سږو عضلات غښتلي کوي

خبريال وېبپاڼه؛ سږي زموږ د بدن يو ترټولو مهم او بنسټيز غړي، له همدې کبله یې روغ ساتل تربل هرڅه زيات مهم دي، په دې ليکنه کې د هغه خوړو په هکله مالومات درکوو چې د سږو په غښتلي کېدو کې مرسته کوي.

د سږي د عضلاتو د قوي کېدو روغ پاتې کېدو او ناروغیو په وړاندې د مقاوم پاتې کېدو لپاره ترټولو مهم ويټامين، ويټامين اې دی، ويټامين اې مو د سږو د ناروغيو په وړاندي ترټولو نېږدې دوست دی، ویټامین اې په هګیو، د ماهي په غوښه، په شيدو او نورو خوړو کې پرېمانه موندل کېږي، ددې ترڅنګ په ګشنيزو، ګازرو او مالټو کې هم شتون لري.

د تنفسي لارو د ناروغيو د مخنيوي لپاره ترټولو مهم بل شی زينک دي، زينک په سبزیجاتو کې موندل کېږي، د سبزیجاتو ترڅنګ په مستو کې هم په کافي اندازه شتون لري، له وچو مېوو څخه په چهارمغزو کې هم زينګ په پرېمانه کچه پيدا کېږی، زينګ نه یوازې چې د تنفسي ناروغيو په وړاندې د مقاومت دېوال جوړوي بلکې د نورو ناروغیو او کم زوريو په رفع کولو کې هم ونډه لري.

دې خبرې ته باید پام وکړو چې د سږو لپاره داسې خواړه چې انتي اوکسيدان يې زيات وي ډېر ګټور ثابتېږي، له همدې کبله په هکله د اوږې مثال ورکولی شو، اوږه يو له هغه موادو څخه ده چې پکې پرېمانه انتي اوکسيدان موجود دي، هم په خالص ډول هم په خوړو کې يې کارول ګڼې ګټې لري.

ددې لپاره چې د ښو خوړو تاثير زيات شي د بدو او مضرو کم نو باید خپل وزن ته هم پام وکړو، زيات وزن د يوې خوا د زړه د زيات کار سبب کېږي او د زړه د زيات کار زیات بوج بيا په سږو ورځي، ددې ترڅنګ زيات وزن د سږو ساحه هم تنګوي.

مګنیزیم او کلسيم دوه هغه منرالونه دي چې د سږي عضلات غښتلي کوي، نو ددې لپاره بايد هغه خواړه وپېژندل شي په کومو کې چې کلسیم او مګنیزیم زيات وي، کلسیم ترټولو زيات په شيدو، پنېر، انځير، مالټو کې موندل کېږي، مګنیزیم ترټولو زيات په کېلو، انارو، پالکو او رومي بانجانو کې موندل کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.