The news is by your side.

د حکومتي پاټکونو له کبله د خوړو بيې اسمان ته ختلې دي

خبریال ویبپاڼه/ له څو ورځو را په دې خوا د لویو لارو باروړونکو او مسافر وړونکو موټرونو کار بندیز اعلان کړی چې خلک يې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د نفتي او خوراکي توکو قیمتونه لوړ سوي چې خلک يې د رانیولو توان نلري.

د افغانستان د سوداګرۍ  خونې هم خبر ورکړی چې په بندرونو کې ولاړ سلګونه موټرونه د اسلام کلا بندر غوندي د خطر سره هم مخ دي د دوی د مالوماتو له مخې چې په حیرتان بندر کې هم سلګونه د تیلو ګازو او خوارکي توکو بار موټران ولاړ دي.

د دې خونې مسؤلین له دولته غواړي چې ژر تر ژره د دې موضوع د خلاصون او حل لپاره اقدام وکړي ترڅو  سوداګر موټر چلوونکي او عام خلک له دې لويي ستونزې خلاص سي.

ولې کار بندیز رامنځ ته سو؟

له لویه سره له کلونو کلونو راهیسې د لویو لارو پر سر د موټر چلوونکو څخه پیسې اخیستل کیږي موټر چلوونکي  وايي چې د لویو لارو پر سره ورڅخه په یوه او بل نامه پیسې اخیستل کیږي او څوک يې ستونزو ته رسیدګي نه کوي چې ځکه نو يې کار بندیز اعلان کړی او خپل دې کار ته به دوام ورکوي.

دولت خبر لا نه دی

له تیرو څو ورځو راهیسې د باري موټر چلوونکو له لوري د کار بندیز اعتصاب روان دی چې د هر ساعت په تیریدلو سره د غریب ولس لپاره په بازارونو کې خوراکي توکي  په ګرانیدلو دي او هیڅوک يې د رانیولو توان نلري چې ښايي د دې اعتصاب په اوږدیدلو سره د هر توکي قیمت دوه برابره سي.

تر دې وړاندې په بازارانونو کې د یوه لیټر پطرولو قمت ۳۳ افغانۍ وو، خو اوس تر پنځوس افغانیو رسیږي همدارنګه د ګازو، او نورو خوراکي توکو قیمتونه زیات لوړ سوي دي.

ښاریان وايي ژر ترژره باید لارې خلاصې او د توکو بیې بیرته ټیټې سي ځکه له یوې خوا بې کاري  او له بله پلوه دا قمیتي ورته ژوند تریخوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په یوه تازه اقدام کې ویلي چې د لویو لارو پر اخازیو ا و غیري قانوني پیسو اخیستل خپله تعقیبوي هغه دا پیغام پر خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلی او د ټلیفون دوه شمېرې يې هم ورسره لیکلې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance