The news is by your side.

ډېر خوب هم د ګټې پر ځای زیان اړوي

خبریال وېبپاڼه/ ته له شکه چې ذهني فشار يا انګليسي ژبه کې چې ورته سټريس وايي د نورو ناروغيو مور ګڼل کېږي.ښايي دا خبره تاسو ته د پوښتنې وړ وي چې څنګه ذهني فشار د ناروغيو مورخ ده او د دې ذهني فشار لامل به څه وي؟ هو، ذ ذهني فشار يا سټريس له امله مونږ ته داسې ناروغۍ پيدا کېږې چې د علاج يې ډېر ستونزمن وي او يا هم د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوو.

هغه ناروغۍ چې د ذهنۍ فشار له امله مونږ ته پيدا کېږي لکه:د زړه ناروغۍ،نفس تنګي،د لوړ فشار درلودلو ناروغۍ،د معدې ناروغۍ او نورې داسې ډېرې ناروغۍ دې چې د ذهني فشار له امله مونږ ته پيدا کېږي. د ډاکټرانو په وينا د ذهني فشار ډېرى ناروغان د زړه د درېدلو له امله مړي.

نو راځې په دې ليکنه کې پر هغو نښو نښانو خبرې وکړو چې په پايلې کې يې د انسان ژوند ته دومره لوى خطر پېښوي او د انسان د ژوند له منځه وړلو سبب کېږي. دا نښې نښانې دا دي:

هره ورځ تر بلې ورځې زمونږ په کړه وړو کې بدلون راځي،د خلکو د خبرو څخه برداشت نشو کولى، نو د همدې امله غوسه هم ژر راځي او پېښمانه کېږو هم ژر.

۲ـ د ورځينو کارونو په مقابل کې د علاقې نشوالى:دا د ذهني فشار بله نښه ده چې زمونږ زړه د ورځنيو چارو څخه ژر تورېږې،هېڅ د ده حوصله په مونږ کې نه وي،چې مونږ دې کوم کار ترسره کړو او يا هم د کوم کار کولو علاقه لرو.

له حده ډېر خوب کول او يا هم د شپې لخوا بې خوبه پاتې کېدل

که چېرې تاسې دومره خوب کوئ چې هېڅ د ده حوصله نه وينۍ چې پاڅېږئ،او نور څه ته زړه ښه کړئ نو دا د دې نښه ده چې ستاسو په ذهني فشار اخته ياست. او يا هم که تاسې د شپې لخوا خوب نه لرئ،ذهن مو ګډوډ او د هرې شېبې تېرېدلو سره ستاسو حالت نور هم خرابېږي نو ژر تر ژره يو مشاور پيدا کړئ، چې تاسې ورسره د خپل حالت په اړه خبرې وکړئ،او نور له دې عذابه وژغورل شئ. ځکه که دې ناوړې ناروغۍ مو ټول بدن ونيول او تر خپل واک لاندې يې راوستئ، نو دا به ډېره سخته وي، چې له منګولو يې خلاص شئ.

د ذهني فشار له نښو بله نښه دا ده چې زمونږ ذهني فعاليت کمېږي.په داسې ډول، چې درس ويلو ته مو زړه نه کېږي.د خپل راتلونکي په اړه فکر نه کوو،ذهن مو تل په يو کشمکش او ګډوډو فکرونو کې ډوب وي،او غواړو چې تل يوازې اوسو،د يارانو سره په ګډه درس ويل ،د ستونزو حل کول،په سفر تلل راته نور هسې يو بې ګټې کار ښکاري، يوازې او يوازې په نا څرګندو فکرونو او خيالي نړۍ کې ژوند کوو چې مونږ د بهرني چاپېريال له خلکو او کاروباره په وېره کې اچوي. د ځان وژنې په اړه فکر کول: پرته له دې فکر کول چې زه څه کوم؟ ولې دا کار کوم؟ څخه د ځان وژنې لپاره اقدام کوو،چې د رواني ناروغانو د ډېريو مړينو لامل همدا ځان وژنه ده، ځکه د دوى ذهن دومره ګډوډ او ستړى وي چې نور د توان نه لري، چې ژوند وکړي ، او يا هم د خپلو دې ډول فکرونو دوام حوصله پکې نه وي، نو غواړې د ځان وژنې سره له داسې فکرونو څخه ځان وژغوري. نو که دا نښې په ځان کې لرئ، هيله ده چې خپل ژوند سره لوبې ونه کړئ،او هر څومره ژر چې شوني وي يو رواني ډاکټر سره د خپلو فکرونو په اړه خبرې وکړئ.

لیکواله: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.