The news is by your side.

د ننګرهار، لغمان او کابل پر مسافرینو د بندیز پرېکړه

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته د مسافرینو پر تګ راتګ د بندیز پرېکړه وشوه چې د شنبې ماښام له اته بجو به عملي شي.

د ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو والیانو د یوې ناستې په ترڅ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه پرېکړه وکړه، چې د شنبې ورځې د ماښام اته بجو وروسته مسافرینو ته اجاره نه ورکول کیږي چې یادو دریو ولایتونو ته تګ راتګ وکړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او د کابل والي محمد یعقوب حیدري د ننګرهار ولایت په مقام کې تر لیدنې وروسته په لغمان ولایت کې د یاد ولایت د والي محمد اصف ننګ سره د کرونا پر وړاندې د ګډې مبارزې په ترسره کولو د همغږۍ ناسته وکړه.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، په کابل کې ۹۵ سلنه د کرونا ویروس خپور شوی، په دې موخه چې لغمان او ننګرهار ته د یاد ویروس د را لیږد مخه ونیول شي، د یادو ولایتونو والیانو سره یې په ګډه د شنبې ورځې ماښام له اته بجو وروسته درې واړو ولایتونو ته پر تګ راتګ د بندیز پرېکړه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، د دې پرېکړې له مخې د تازه مېوه جاتو، سبزیجاتو، درملو، ساختماني او خوراکي توکو لیږد او په امبولانس کې پروت ناروغ ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي او له دې پرته هېڅوک نه شي کولی چې تګ راتګ وکړي.

هغه د ختیځو ولایتونو له ټولو اوسیدونکو څخه وغوښتل چې تر بیا خبرتیا خپرېدو پورې په خپلو ولایتونو کې خپل منځي راتګ څخه ډډه وکړي او تر یوې میاشتې پورې پخپلو سیمو کې پاتې شي.

د لغمان والي محمد اصف ننګ وویل، د درې اړخیزې پرېکړې د تطبیق په موخه پلان لري چې د لغمان اړوند په مشعلې کمر، سرخکان او ګمبیري سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، ترڅو هېڅ ډول مسافرینو ته د تګ راتګ اجازه ورنه کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې درې واړو ولایتونو ترمنځ به د خوراکي توکو، مرستو، روغتیایي توکو او نورو ضروري ملحقاتو د لېږد را لېږد همکارۍ جاري وي او په دې برخه کې به هېڅ ډول ستونزه رامنځته نشي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي، دوی په تېر کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه کابل سره د نورو ولایتونو په تګ راتګ بندیز محدود کړی و، خو دا ځل پر کړه یي جدي ده او هېڅوک نه شي کولی چې د دې درې ولایتونو ترمنځ تګ راتګ وکړي.

هغه زیاته کړه، دا پرېکړه په سیاسي او نورو مشرانو هم تطبیق کیږي او هیله یې وکړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه له سرغړونو څخه ډډه وکړي.

د کابل لغمان او ننګرهار ولایتي چارواکو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې په کابل کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر لوړ شوی او په عمومي ډول یې خلک قرنطین شوي دي.

د یادو لیدنو پر مهال د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال محمد ایمل نیازي سربېره د کابل او لغمان ولایتونو امنیتي مسؤولینو هم شتون درلود.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance