د کرکټ ۱۰ ترټولو ښايسته ښځينه لوبغاړې!
خبريال وېبپاڼه: لکه څنګه چې د نړۍ نور هيوادونه په کرکټ کې د نارينه لوبډلي لري همدا ډول د کرکټ ښځينه لوبډلي هم لري خو افغانستان يوازینی هيواد دی چې د ښځينه کرکټ لوبډله نه لري.
د کرکټ د نړۍ هيوادونه خپلو ښځينه کرکټ لوبډلو او لوبغاړو ته هم هغه سهولتونه برابر کړي لکه څنګه چې يې نارينه لوبډلي لري د کرکټ د ښځينه او نارينه کرکټ لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ په کرکټ کې کوم خاص توپير نه ليدل کيږي.
په دې ليکنه کې به کرکټ د نړۍ هغه لس ښځينه لوبغاړي وپيژنۍ چې د کرکټ د نورو ښځينه لوبغاړو په نسبت ډيري ښايسته دي.
۱: ايليز پيری، ايليز پيری د اسټراليا د کرکټ ملي لوبډلي ډير پياوړې، او ښايسته لوبغاړي ده هغه په ۱۶ کلنۍ کې د اسټراليا د ښځينه کرکټ ملي لوبډلي سره په ۲۰۰۷ز کال کې يوځای شوه او د کرکټ د نړۍ ترټولو ښايسته لوبغاړي ده.
۲: روزالی برچ، روزالی پرچ د انګلستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړې ده چې د انګلستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلي لپاره يې ۷ ټيسټ، ۴ نړيوال شل اوريزه، او ۳۷ يو ورځينۍ لوبي لوبولې دي.
۳: تريشاه چيټی، تريشاه چيټی د سويلي افريقا د ښځينه کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي ده چيټی خپله لومړی نړيواله لوبه د پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلي په وړاندې په ۲۰۰۷ز کال کې لوبولې ده.
۴: لياه پولټن، لياه پولټن د اسټراليا ښځينه کرکټ ملي لوبډلي پياوړې او ښايسته لوبغاړي ده.
۵: سارا ټايلر، د انګلستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي ده سارا ټايلر هغه کم عمرې لوبغاړې ده چې په يو ورځينۍ کې يې ۱۰۰۰ منډې ترسره کړي دي.
۶: سارا مګلاشن، د نيوزلينډ ښځينه کرکټ ملي لوبډلي پياوړې او ښايسته لوبغاړي ده.
۷: لورا مارش، لورا مارش هم د انګلستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلي ښايسته او پياوړې لوبغاړې ده.
۸: کټرين هيلين برنټ، هم د انګلستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلي پياوړې او ښايسته لوبغاړې ده.
۹: ايسوبیل جوايس، د ايرلينډ ښځينه کرکټ ملي لوبډلي ښايسته او پياوړې لوبغاړې ده.
۱۰: هوولې فيرلينګ، ډيره ښايسته او تجربه کاره ښځينه لوبغاړې ده چې د اسټراليا ښځينه کرکټ ملي لوبډلي سره لوبيږي.
د کرکټ په نړۍ کې انګلستان او اسټراليا ترټولو ډيري ښايسته ښځينه لوبغاړي لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.