غني یو ځل بیا د موقت حکومت مخالفت وکړ
خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان ولسمشر یو ځل بیا د موقت حکومت په مخالفت سره وویل چې واک به د خپلې دورې په پای ته رسیدلو سره منتخب او د ولس په خوښه بل کس ته سپاري.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سرتیري ورځې په مناسبت د افغان سولې او روانې جګړې په هکله تازه څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې روانه جګړه ناروا او غیري اسلامي ده.
هغه وویل چې جګړه کول اسانه ده اما میړانه هغه ده چې سوله يې وکړه غني وویل چې د افغانستان د روانې جګړې په هکله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دیني عالمانو فتواوې ورکړې چې یاده جګړه ناروا ده او اسلامي رنګ نلري، ځکه نو موږ ورته روان جړه نه سو ویلای هغه پر طالبانو ږغ وکړ چې د میړانې او صداقت پر لاره روان او سوله وکړي ځکه د ده په وینا سوله د میړانې لاره ده هغه وویل چې طالبان دي د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي او له جګړې دي لاس واخلي.
غني په خپلو خبرو کې د افغان ځواکونو د سرښندونو او دندو په هکله هم خبرې وکړې او هغوی يې وستایل
د غني وړاندیزونه به طالبان ومني؟
تراوسه پوري د طالبانو او افغان دولت خبرې چې څو میاشتي وړاندې په دوحه کې پیل سوې وې تراوسه بې نتیجې پاتي او د جګړې د کمولو او سولې د پرمختګ په برخه کې هیڅ نه لیدل کیږي چې پرمهال يې اندېښنې زیاتي او جګړه اوج ته رسیدلې.
نژدې هره ورځ د افغانستان د پلازمینې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې هدفي وژنې او بمي بریدونه رامنځ ته کیږي چې پکښي عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي، خو د سولې هیڅ څرک نه مالومیږي.
د سولې د خبرو په هکله د پاکستان د ښه نیت خبره سوې او روسیې د سولې په برخه کې د بن بست د رامنځ ته کیدلو په هکله انتقاد کړی او ویلي يې دي چې د دوحې پر ځای دي د سولې خبرو لپاره مسکو غوره سي ترڅو دا خبرې بریالۍ او نتیجه ورکړي.
د پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړي استازي محمد عمرداودزي ویلي چې پاکستان د سولې د پرمختګ لپاره اوس ښه نیت لري او کولای سي چې سمه همکاري وکړي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.