The news is by your side.

د طالبانو له بنده را ازاد شوي بنديان: طالبانو راباندې ماینونه جوړول

خبریال وېبپاڼه/ په کندهار کې طالبانو له بنده تازه را ازاد شوي بندیان له دوی سره د شوي ناسم چلند په اړه شکایت کوي او وايي چې طالبانو دوی په ډېر بد وضعیت کې ساتل او ان اجباري کارونه ته یې اړ ایستل.

وړمه ورځ وسله والو طالبانو د کندهار ښار اړوند تېرې اډې سیمه کې ۵۳ زندانیان خوشې کړل، چې د امنیتي چارواکو په خبره، درې تنه یې امنیتي سرتېري او پنځوس نور یې ملکي وګړي دي.

 لسو راخوشې شویو بندیانو چې خبریال وېبپاڼې ورسره مرکې کړې دي، د اجباري کارونو او وهلو ټکولو خبره کړې ده او تر دې پورې یې ویلي چې د شکنجې له امله یې ځینو ملګرو په زندان کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی چې له دریو میاشتو تر یو نیم کال بندیان وو، ویلي، طالبانو اجباري کارونو ته اړ ایستل، له غرونو یې تیږې ورباندې راکښته کولې او یوه شېبه یې ارام ته نه دي پریښي.

را خوشې شوي بندیان زیاتوي، د ورځې لخوا به فزیکي کارونو ته اړ ایستل کېدل او د شپې به بیا له باروتو ډکې بوجې ورته را وړل کېدې او ماینونه به یې پرې جوړول.

د هغوی په خبره، طالبانو د وهلو ټکولو پرمهال له دوی څخه د معلوماتو د ورکولو او په ځینو مسایلو د اعتراف کولو غوښتنه هم کوله، چې دوی د مرګ له وېرې د درواغو اعترافونه کړي دي.

 راخوشې شویو زندانیانو څرګنده کړې، طالبانو به ورته ویل چې له حکومت څخه د ملاتړ او له طالبانو سره د جګړې په بدل کې دوی ته دغه سزا ورکول کېږي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د دوی لخوا له بندیانو سره ناسم چلند نوې موضوع نه ده. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو استازولې یا یوناما هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.

یوناما د طالبانو په زندانونو کې له بندیانو سره د ناسم چلند په اړه د سترګو لیدلی حال بیان کړی و او د ناسم چلند، شکنجو او ان د ملکي او امنیتي کسانو د وژلو په اړه یې باوري ادعاوې وړاندې کړې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance