The news is by your side.

که وچکالي سي، ۳ میلیونه ټنه غله اړتیا لرو

خبریال ویبپاڼه/ تیر ژمی دومره بارانونه چې اړتیا ده نه دي سوي اوس دا اندېښنې موجودي دي  که لاهم اورښتونه ونه سي  نو راتلوونکی کال به وچ او افغانان به غلو دانو ته اړتیا ولري.

د افغانستان د کرنې وزیر انوارالحق احدي ویلي چې داسې ښکاري اورښتونه د تیرو کلونو په پرتله ۳۰ سلنه کم سوي چې ورسره سم د غلو دانو په حاصلاتو کې هم ۳۰ سلنه کمښت راځي، او اړتیا ده چې دا غلې پوره سي.

د احدي په وینا تیر کال که څه هم ښه وو، خو بیاهم د ۱،۵ میلیونه ټنه غنمو اړتیا وه او ۱۴۰۰ ښايي دا اړتیا ۲،۹ میلیونه ټنه غنمو ته ورسیږي.

د افغانستان د خلکو ډیری عایداتي سرچینې کرکیله ده او هر کال کله چې وچکالي راځي نو زیات کروندګر له یو شمېر ستونزو سره مخ کوي او عایداتي سرچینې يې له منځه ځي.

د افغانستان د کرنې وزارت د احتمالي وچکالۍ لپاره د چمتوالي خبره کوي او ویلي يې دي چې سر له اوسه يې له کروندګرو او بیوزلو سره د مرستې لارې چارې ولټوي د دوی په خبره یو شمېر نړیوالې موسسې به هم وهڅوي ترڅو له افغانانو سره د غلو دانو مرستې وکړي.

په عامه ډول کروندګر هم د خپلو کروندو راتلوونکي ته اندېښمن دي او وايي یوازنۍ عایداتي سرچینه یې خپلې ځمکې دي او کچیري هغه حاصل ورنکړي نو دوی به له زیاتو اقتصادي  ستونزو سره مخ کړي د دوی له انده چې سږ کال وچ او خورا ورته اندېښمن دي.

سږ کال یوازي د ګوتو په شمېر ولایتونو کې څه اورښتونه او واوره سوې چې د تیرکال پرتله یې فصیدي خورا کمه ده او لاهم اړتیا ده چې د وچکالۍ د له منځه وړلو لپاره زیات اورښتونه وسي.

کچیري وچکالي وي نو د افغانستان د کرنې وزارت د شمېرو سره سم ۳ میلیونه ټنو غلو دانو ته اړتیا ده چې  عام افغانان ورباندې خپل کال په مړه ګېډه تیر کړي خو دا اندېښنې  دي کچیري کال همداسې وچ پاتي سي نو دا دومره لویه اړتیا غنم به افغانان له کومه کړي اوس هم ډيری بې وسه افغانان په بازارونو کې د اوړو د قیمتونو د لوړوالي څخه سر ټکوي خو کچیري وچ کالي رامنځ ته سي نو لیري نه ده چې د نورو خوراکي توکي سره یوځای به د اوړو قیمت هم لوړ سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance