The news is by your side.

رشید: ښايي پاکستان کې اوږده کورنۍ جګړه پیل شي

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په دې هېواد د ناامنیو سخته څپه را روانه ده او بای حکومت او ولس دغه راتلونکي احتمالي ګواښ ته پوره چمتو واوسي.

د یاد وزارت وزیر شیخ رشید ویلي، اټکل یې دا دی چې د پاکستان دننه ترهګریزې ډلې به لا پیاوړې او مهجزې شي او هغو سیمو ته به د جګړې لمن ورسوي چې اوس امن دي.

هغه ویلي، چې دا جګړې به داخلي وي او تر ډېره پورې به د پاکستان داخلي ترهګریزې ډلې پکې ښکېلې وي، چې دا د پاکستان لپاره بد خبر دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د پاکستان پر یو شمېر سرحدي سیمو د پوځ خلاف جګړې دا ښيي چې وسله والې ډلې اوس دومره پیاوړې شوې دي چې ان سرحدونه په نښه کوي او هیڅ سیمه ترې په امن کې نه ده.

رشید زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت باید په دې تړاو جدي اقدامات وکړي او که د رامنځته شوې ستونزې غم ونه خوړل شي، ښايي پاکستان به په یوې اوږدې کورنۍ جګړې کې ښکیل شي، چې درول به یې بیا ستونزمن کار وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو خبره کوي چې تر بل هر وخت په وزیرستان، خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې هره ورځ پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کېږي.

وړمه ورځ هم په بلوچستان کې ګوادر بند ته څېرمه بلوڅ ملتپالو د پاکستان پر سمندري ځواکونو برید کړی وو، چې څلور تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړل.

دغه وضعیت پاکستان سخت اندېښمن کړی او دا وېره لري چې هسې نه له خپلې لمنې اور واخلي، ځکه دغه هېواد د ترهګرۍ د نړۍوال مرکز په توګه ټوله سیمه ناامنه کړې ده.

خو که پاکستان په خپلو داخلي جګړو کې ښکېل شي، دا د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره یو ښه خبر دی، ځکه بیا به پاکستان پخپلو داخلي کشمکشونو اخته وي او د سیمې ناامنه کولو ته به وخت او فرصت پیدا نه کړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.