The news is by your side.

درې څېرې چې کرکټ بورډ یې له ناورین سره مخ کړی!

خبريال وېبپاڼه-د کرکټ بورډ چيرمين فرهان يوسفزی چې څنګه بورډ ته راغی نو په داسې کړنو يې پيل وکړ چې ثابتوي چې يوسفزی کرکټ بورډ ته د خپل شخصي شرکت په سترګو ګوري، په داسې حال کې چې کرکټ بورډ يوه دولتي او ملي اداره ده او هیڅوک حق نلري بدون د کوم جرم يا کومې اشدې اړتیا پرته دلته څوک لرې کړي خو ښاغلي يوسفزي لکه د خپل شخصي شرکت په شان د راتګ سره سم ګڼ شمېر کارکوونکي له دندې لرې کړل او اتیا نوي کسان يې وګومارل.

فرهان يوسفزی چې د کرکټ په برخه کې يې پوهه په نشت حساب ده ډېر وخت پخپله کاروبار بوخت وي، ده د کرکټ بورډ چارې څو کسانو ته سپارلې دي او همغه څو محدود کسان دي چې په سر یې څوک نشته، چې دوی وڅاري، ویې ارزوي، هغوی د خپلې خوښې باچاهان دي څه کوي همغه کوي.

له دې کسانو يو يې نثار افغان دی، نوموړی د کرکټ په برخه کې هېڅ ډول تاریخچه او پوهه نلري، صرف د عبدالله بارکزي چې د يوسفزي پخوانی سلاکار و په واسطه تر دې ځايه راورسېد، نثار چې اوس اوس د بشري سرچينو د منيجر په حيث خپله دنده پرمخ وړي د مياشتې د يو لک افغانيو څخه زيات معاش ترلاسه کوي، دندې ته دده د نيولو هېڅ قانوني طی مراحل شتون نلري صرف په شناخت باندې نيول شوي دی.

ډاکټر نصرت الله هم يو له هغه کسانو څخه دی چې يوسفزي ورته پراخ واک او چارې سپارلې دي او خپله په شخصي کاروبار بوخت دی، نصرت په اصل کې يو ډاکټر دی او د کرکټ سره هېڅ اړیکې او شناخت نلري، خو بې حسابه پيسې یې ليدلې دي او د کرکټ بورډ په سر کې یې ځان چنګک کړی دی، نوموړی هم دلته عبدالله بارکزي راکش کړی دی، لومړی د هغه سکرتر و پسې د شکایتو په برخه کې وټاکل شو له هغه وروسته بلاخره ددې برخې مدير او ورسره د ډيسيپلين د کمېټې مشر هم شو.

حکمت حسن بيا د يوسفزي يو بل يار دی چې په کرکټ بورډ کې د مېډيا په برخه کې کار کوي او د ټول امکانات پخپله ګټه ذاڅرخوي، حکمت هم بدون د قانوني مراحلو طی کولو څخه دې ادارې ته د واسطې په لاره راغلی دی او پخپله دنده کې په وروستۍ درجه بې غوره دی، دی دلته صرف د يوسفزي د يو شخصي مامور رول لري.

د يوسفزي د راتګ سره سم د کرکټ ملي لوبډلې خپل کردار له لاسه ورکړ، ورځ تر بلې د ځوړ لور ته روانه ده، اعتبار یې په ختمېدو ده، د افغانانو هيلې ورڅخه په شکېدو دي، اوس تازه د د اماراتو ترڅنګ هند هم افغان لوبغاړو ته په ويزې ورکولو کې ستونزې پيدا کړې دي، د سپانسر په برخه کې کرکټ بورډ اوس د لوبغاړو په جامو د شرمه د ملي سپورت نوم ليکلي اوس څوک ملي لوبډله د سپانسر کولو وړ نه بولي.

دا هغه څېرې وې چې تاسې يې په هکله د خبريال څخه مالومات ترلاسه کړل، ډېر ژر به قدم په قدم ددې ډول نورو کسانو اصلي څېرې تاسې ته وړاندې کړو.

ليکوال: سبحان الله امين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.