The news is by your side.

طالبان:۷۰۰۰ زندانیان يې ژر خوشي کیږي خو دولت يې نه خوشي کوي

خبریال ویب پاڼه/ د طالبانو قظر دفتر یوه غړي ویلي هغه غوښتنې چې دوی درلودې د زندانیانو او د مشرانو نومونه له تور لیست څخه وتل په نژدې راتلوونکي ترسره سي خو افغان دولت بیا ویلي دا ځل هیڅ هیڅکله هم داسې اشتباه چې د طالبانو زندانیان به خوشي کړي نه تکراروي.

د طالبانو د قطر دفتر یوه غړي عباس ستانګزي ويلي ډير ژر به د طالبانو هغه لویي غوښتنې چې د زندانیانو خوشي کول او له تورلیسته د طالب مشرانو لیري کول دي ترسره سي.

ستانګزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي ډیر ژر ۷۰۰۰ طالب زندانیان خوشي او د دوی د مشرانو نومونه به له تورلیست څخه ووزي.

خو د افغان دولت دوه لوړ پوړو چارواکو د ولسمشر لومړي مرستیال او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دواړو د طالب زندانیانو خوشي کول نه دي منلي.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وویل چې د طالب زندانیانو  خوشي  کول به تر هغو صورت ونه نیسي ترڅو  چې د سولې پوره هوکړه نه وي سوې.

محب وویل تیر ځل چې ۵ نیم زره طالب زندانیان خوشي کړل خو کومه نتیجه یې په لاس رانکړه نه جګړه کمه سوه او نه موهم سوله ولیدله د ده له انده چې سوله او امن وي طالبان راسي هیڅوک د دې غوښتوونکي نه دي چې خلک دي زندانونو کې وساتل سي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم موده مخکې د کابل په کوهدامن کې  یوې غونډې ویلي وو تر ټولو لویه اشتباه دا وه چې موږ د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان خوشي کړل او له هغوی څخه یې ۷۵ سلنه بیرته د جګړې ډګرونو ته ولاړل، هغه وویل بیا به داسې اشتباه تکرار نکړي.
اوس پوښتنه داده چې  طالبان د افغان دولت په دې دریځ بیا څنګه ویلای سي چې زندانیان يې خوشي کیږي د افغان دولت په هکله دا فکر هم موجود دی چې ښايي د تیر ځل په پرتله دا ځل خورا جدي وي ځکه دوی تجربه ترلاسه کړې او اجازه به ورنکړي چې بغیر له شرایطو دا پروسه بشپړه سي دوی  ویلي چې دا ځل د سولې په برخه کې یو لوی سند او تظمین موجود وي بیا به دا پریکړه کوي

Comments are closed.