The news is by your side.

د افغانستان ډرامه طالبانو وګټله، امریکا بایلو ده

خبریال ویب پاڼه/ له افغانستانه د امریکایي سرتیرو  وتلو په هکله لاهم رسنیز غبرګونونه روان دي او د بایډن د دې پریکړې په هکله جالب غبرګونونه موجود دي.

واشنګټن ایکز ماینر خپرونې په خپله یوه تازه مطلب کې یوځل بیا د بایډن د سرتیرو ایستلو پریکړې او د افغان جګړې په هکله يې جالب راپور چمتو کړی.

دې خپرونې ویلي چې د افغانستان جګړې په هکله ویلي چې امریکا په لویه قرباني ورکولو سره بیاهم دا جګړه وبایلله او و یې نه ګټله ځکه اوس له افغانستانه وزي.

مطلب زیاتوي امریکا په سترو قربانیو ورکول سره د افغانستان جګړه په ډیره ډراماتیکه توګه طالبانو ته پریښوده چې طالبانو وګټله او امریکا و بایلله.

مطلب د بایډن د سرتیرو ایستلو پریکړي ته په کتلو سره وايي چې وایې کوم هدف امریکا افغانستان ته د تګ پر مهال درلود ترلاسه نه سو او دې برخه کې خپلې موخې  ته ونه رسیدل.

د مطلب په خبره امریکا هدف درلود چې ترهګري له منځه یوسي خو هیڅ ونه سول نه يې ترهه ګرۍ له منځه ولاړه او نه هم افغانستان یو باثباته هېواد سو.

د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتلو پریکړه تیره اونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن وکړه چې د می له لومړۍ څخه د سپټمبر تر ۱۱ مې به خپل ټول امریکايي سرتیري له دې هېواده باسي، چې ورسره همماله د ناټو غړو هېوادونو هم دا نېټه خوښه او زیاته يې کړده چې دوی به هم په همدې  نېټه خپل سرتیري له افغانستانه باسي.

د بایډن له دې اعلانه وروسته له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتلو ته په تدریجي ډول چمتوالی نیول سوی او دا پروسه پيل سوې ده چې تراوسه يې یو شمېر اډې خالي کړې او خپل تجهیزات يې له افغانستان د باندې ایستلو لپاره چمتو کړي دي.

د بایډن له دې پریکړې سره د امریکا په کور دننه او او سیمه ییز مخالفتونه او غبرګونونه خورا زیات دي چې ډيرو یې ویلي دا یوه احمقانه پریکړه ده او په  دې هکله باید له سره غور وسي همدارنګه یو شمېر سیمه ییز هېوادونه په دې اند دي چې په دې جګړه کې د امریکايي ځواکونو  وتل د ماتې په معنی ده، او باید امریکا ونه وزي

چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

Comments are closed.