The news is by your side.

 غواړئ چې د يو غريب محصل د ستونزو او ژوند نه خبر شئ؟

خبريال ويب پاڼه/ غربت او غريبي به دې له سياليو وباسي، زده کړه کول يوازې د مالدارو او شتمنو حق نه دی، غریب هم حق لري چې زده کړې وکړي، پرمختګ وکړي، د خپل غريب او بېوسوه پلار او مور ارمانونه پوره کړي.

د غريب زوی او لور دلته ابتدايي زده کړې هم په ډېر مشکل سره کوي، ځکه چې دوی خواران يوه نوړۍ ډوډۍ لپاره مور او پلار سره اوږه په اوږه روان وي او محنت او خواري کي، تر څو يې ژوند ښه او په مړه خېټه ډوډۍ وخوري.

د ښوونځي دوره هم په خورا سختۍ سره تېروي، د کتابونه ستونزه، د لباس ستونره، د کتابچو او قلمونه ستونزه او د جب خرچه خو پرېږده !

اوس چې يو پلار خپلو بچيانو ته دوه وخته ډوډۍ نه شي ورسولی؛ نو دوی ته به د تعليم او زده کړې زمينه څنګه مساعده کړي!

کله چې يې د ښوونځي لباس نه وي يا زوړ شوی وي؛ نو د ښوونځي ئپر دروازه يې ودروي، سپک او سپور الفاظ ورته کاروي، چې وس يې نه لرې نو مه يې وايه يا ځانته د مکنب لباس واخله او يا یې پرېږده، بيا ورته ووايي چې لاس دې ونيسه، معلم يا سرمعلم يې ښه ووهي، خو دی د درد احساس نه کوي، ځکه چې لاسونه يې په سختو کارونو داسې کلک وي لکه اوسپنه.

دا ډله غريب زده کوونکي په ښوونځي کې د معلمانو او نورو زده کوونکو له لوري هر وخت خړ مخي کېږي او ګونګ ناست وي.

ازموينې چې را لنډې شي؛ نو بيا ور سره د ورقو او د ازموينې نور وسايلو غم وي چې دا به څنګه شي، خو دا شېبې هم تېرې شي، د مالدارو او خانانو زامن ښې نمرې واخلي که څه هم چې سويه يې د غريب نه څو چنده ټيټه وي، خو بس دومره ده چې مالداره پرې ډوډۍ

وهي، جامې ورته کوي او چکرونه ورته ورکوي، نو غريب به ورته څه ورکړي، هېڅ نه لري، دوی خوارن ځانته اريان وي.

بس د ښوونځي دوره وي او په ديکو، ديکو يې تېره کړي!

د لوړو زده کړو لپاره خو هېڅ فکر نه کوي، ځکه پوهېږي چې وس او توان يې يې نه لري او دا د شتمنو او وسدارو خلکو کار دی نه زموږ غوندې د غريبو!

يو نيم د کانکور له لارې بريالی لوړو زده کړو ته بريالی شي خو نور خوارن تش لاسونه کور ته لاړ شي.

دا پورته ظلمونه په دولتي سکتور کې د غريب بچي سره کېږي، خو که د خصوصي سکتورنه يې خبر شئ؛ اريان دريان به پاتې شئ.

لوړې زده کړې کول يوازې د وسدارو او واسطه دارو حق نه دی، غریب هم حق لري، خو دلته ترې دا حق اخېستل شوی دی، دلته ور سره د کومک پرځای ظلم او زياتی کېږي، په کمه سترګه ورته کتل کېږي.

يو د چارواکي او زورواکي زوی باندې چې د مياشتې څومره لګښت راځي، باور وکړئ چې لسو غريب محصلان پرې خپلې زده کړې کولای شي.

خو په چا يې کوې، دلته هر سړی د ځان لپاره ښه دی نه د نورو لپاره، بس دوی خوشحال دي او غريبانان خفه دي.

د يو غريب محصل د مياشتې خرچه شپږ يا اته زره افغانۍ ده، چې خپلو هيلو ته پرې ورسېږي او د غريب مور او پلار ارمانونه پوره کړي، دا ناځوانه يې ولاکه لاسنيوی وکړي.

ځکه دا غريب او بېوسه غله نه دي، فاسد نه دي، رشوتخور نه دي، بډې نه اخلي، ظلم نه کوي، د بل حق نه لاندې کوي، ملي خيانت نه کوي، وطن پروشان نه دي، غاصبين نه دي، لوچک او لوفر نه دي بس فقط غريبانان دي ځکه ور سره داسې زياتی کېږي خو برعکس اکثره شتمن بيا پورته ټولې بدګڼې لري.

بس دلته چې غريب شوي، نو غرق شوې دا ځکه چې تعليم تا نه دی کړی، پېسې ته نه لرې، واسطه ته نه لرې، خلک تا نه پېژني او خک ته.

که لوړې زده کړې وهم کړي نو د کار زمينه ورته بيا څوک نه برابروي، بس خوار چرته د غريبۍ کار مار کوي او ژوند يې تېرېږي.

حيف پر هغوی چې د غريب محصل لاسنيوس نه کوي، حق يې خوري!

بس که مو خدمت او مرسته نيت وي؛ نو د دې خلکو لاسنيوی وکړئ، باور وکړئ چې په کاروبار کې به مو برکت پیدا شي، ځکه د دوی خواران او غربت ځپلي والدين به درته دعاوې وکړي.

ليکنه: هېواد افغان

چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

Comments are closed.