د پاکستاني پوځ په وړاندیز د جنګ په تړاو د طالبانو تازه پرېکړه

خبریال وېبپاڼهوسله وال طالبان به د مۍ له لمړۍ نېټې روسته پر نړۍ والو ځواکونو بریدونه نه کوي. دا خبره د کوټې شورا یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته وکړه.

سرچینه وايي‌ چې پرېکړه د کوټې شورا د ځینو مهمو غړو او د پاکستاني پوځ د مشرانو اواستخباراتو ترممینځ  تر خبرو وروسته وشوه.‌

خبریال وېبپاڼې ته طالب سرچینو دا یادونه هم وکړه چې د طالبانو د (۲۲) ولایتونو نظامي‌ مسئول ملا ذاکر اخوند په لمړي سر کې ددې پرېکړي مخالفت کاوه خو وروسته یې غاړه کښېښوده.‌

طالب سرچینې وايي چې پر افغان امنیتي ځواکونو به خال خال بریدونه کوي‌ خو امریکا يي ځواکونه له بریدونو په بشپړه توګه خوندي دي.‌

ددې پرېکړيبل اړخ دادی چې طالبان به یې رسمأ خپلو ځواکونو ته نه اعلانوي؛ خو د ولایتونو نظامي قوماندانان او والیان به له خپلې وروستۍ پرېکړي خبروي‌.‌

دا خبر په داسي وخت کې راغلی چې یو پاکستانی پلاوی دافغان سولي پر سر په کابل کې د اشرف غني له حکومت سره په خبرو بوخت دی؛ او هم مهاله د پاکستان؛ ترکیې او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم د افغان سولي‌ په تړاو غونډه کړې ده.‌

له افغانستان نه د نړۍ والو ځواکونو پر ټاکلي‌ د مۍ پر لمړۍ نېټه د نه وتلو په صورت کې د بریدونو ګواښ‌ د طالبانو ځینو نظامي قوماندانانو کړی وو؛ خو پر امریکا يي ځواکونو د بریدونو او نه بریدونو پر سر په طالبانو کې دننه د نظر اختلافات موجود وو.‌

نظامي طالبان چې تر ډېره بریده پر نظامي بریدونو تکیه کويددې په حق کې ول چې د انخلا پر مهال امریکايي‌ځواکونه په نښه کړي؛ ځینو سیاسيطالب مشرانو هم ددوی خبره بدرګه کوله خو هرڅه د تېري‌ یکشنبې په ماښام په ډراماييتوګه بدل شول.‌

د خبریال وېبپاڼې طالب سرچینې وايي‌ چې کوټه کې موجود ځینيطالب مشران او همداراز له قطر نه پآکستان ته تللي‌ځیني طالب مشران په مسلسل ډول له پآکستاني‌استخباراتو سره په اړیکه کې دي.‌

تر دې وړاندي‌طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي وو چې د راروان کوچني اختر درې ورځې به طالبان اوربند اعلان کړي او له هغه وروسته به د اورکم سلسله روانه وي.‌

دا خبره هم تر دم ګړیه طالبانو د خپلو ویندویانو په خوله نه ده کړې البته خبریال وېبپانې ته یې ویلي دي.‌

کراچي: د طالب مشر ملا فاضل روغتیا يي ‌حالت اندېښمن دی
چینايي سفیر کچلاک کې څه کول او د سرینا د چاودنې هدف څوک وو؟‌
د طالبانو د اختلافاتو لړۍ له کوئټې کراچي ته وغځېده
په کندهار کې د مهم طالب مرګ او په کوئټه کې ویر!
چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More