The news is by your side.

کمزوري دولت له زاریو وروسته فایق په مډال او سناتوري راضي کړ

خبریال ویب پاڼه/ د یوه دولت دومره کمروزي چې د یوه والي د لیري کولو لپاره جرګې مرکې کوي او بیا هم نه توانیږي چې دا والي لیري کړي موده مخکې اشرف غني د فاریاب لپاره نوی والي محمد داود وټاکه چې له مخالفتونو وروسته فایق هم له څوکۍ نه لیري کیدی.

پر همدې وخت د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر فایق ته یوه اونۍ په زارۍ کولو تیره کړه او ان ورته يې وویل که له ولایت څخه لیري سې نو موږ به د ولسمشر مشاوریت درکړو خو  فایق پر خپله خبره ټینګ وو.

داسې هم ښايي چې د شمیم په ګډون نورو دولتي لوړ پوړو چارواکو هم فایق ته زاري کړې وي او ورته یې ویلي وي چې خیر دی ته خو نور ولایت پریږده، خو هغه هیڅ نه منل او ویل يې پر خپله څوکۍ به پاتي وي.

په ورته وخت د جنرال دوستم په ګډون یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د فاریاب د نوي ټاکل سوي والي د ټاکل کیدلو مخالفت کړی او ویلي يې دي چې ورته به د دندې اجازه ورنکړي.

په افغانستان کې د اشرف غني د ملي وحدت حکومت څخه را په دې خوا همدا کیسې روانې دي او کله کله خو ان عادي رییس هم ولسمشر نه مني ډير ځله والیان په پوځي زور له دندوشړل سوي چې دا کیسه تر وزارتونو هم رسیدلې.

جنرال دوستم ویلي وو، چې د فاریاب لپاره نوی والي نه مني ځکه په دې  برخه کې ورسره مشوره نه ده سوې او فایق هم ټینګار کاوه چې بې وضیفې نسي.

خو افغان دولت د دې پرځای چې والي او یا هم یو مامور د ولسمشر حکم ته په احترام دنده بل ځای ناستي ته پریږدي په زارۍ کولو پیل وکړ او ټول دولت یوه عادي کس په زاریو وو، چې له اونۍ زارۍ کولو وروسته ایله نن بریالي سول چې فایق راضي کړي غاړې ته يې ګلونه واچوي د غازې میر مسجدي خان مډال او انتصابي سناتوري ورکړي ترڅو هغه بیا بغاوت ونکړي.

اوس د فایق غوندي هرومرو بل والي چې کله يې دولت لیري کوي همدا چاره ترسره کوي او بیا به د ولسمشر حکم پرې کوي او بله دنده بل غواړي

Comments are closed.