The news is by your side.

افغانستان خو يې زړه نه ده سوی؟ چين امريکا ويجاړۍ جوړي کړې

خبريال ويب پاڼه/ موده مخکي د چين يوې ورځپاڼې په اټکلیز شکل ليکلي وو چې د‌ امريکا په وتلو سره چيري افغانستان کې حالت خراب سو نو دوی زياتي اندېښنې لري نو له همدې امله شايد چين خپل سوله ساتي پوځيان افغانستان ته واستوي.

چين له يوڅه مودې د افغانستان د موضوع په هکله خورا ګرم راغلی او کوښښ کوي چې په دې موضوع کې ښکېل و اوسي د يوه ګاونډي په حيث ځان هم حساب کړي.

اوس تازه د چين نړيوالې راډيو په خپله يوه تبصره کې ويلي چې امريکا او ناټو له تيرو شلو کلونو را په دې خوا افغانستان کې و جنګيدله خو اوس دا جګړه بې پایلې پای ته رسوي، چې ثمره يې يوازي يو ويګاو افغانستان پرېښودل دي، او افغانانو ته به ګټه ونکړي.

دې راډيو زياته کړې چې امريکا او ناټو په لومړيو کې دا پلمه کوله چې افغانستان کې ترهه ګري له منځه وړي، خو په دې جګړه کې بشري مصيبتونه رامنځ سول.

چين د‌ امريکا قربانۍ يو په یو يادې کړې او ويلي يې دي په دې جګړه کې ۲ زره ميليارده ډالر‌ مصرف او ۲۴۰۰ امريکايي پوځيان‌ ووژل سول خو دا چې دوی ويل طالبان به کمزوري کړي ولې طالبان نور هم قوي سول

دوی د اندېښنېړپه څرګندولو سره وايي چې د امریکایي ځواکونو وتلو وروسته طالبان‌ د‌افغان دولت په وړاندې سخت ګواښ دی.

خو پوښتنه دا ده چې له چین سره ولې دومره لوی غم دی د دوی دا غم بې څه نه دی په ضمن کې د امریکا په ماتي خوشحاله چین داسې فکر کوي چې افغانستان دوی ته پاتي سو، خو د امريکايي چارواکو سر پر سر تازه بیانونه د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان اوس هم امريکا لپاره مهم او غواړي چې دوی همدلته پاتي سي یو شمیر امریکايي رسنيو خبر وړکړ چې د بايډن له لوري د سرتيرو ايستلو خبره يوه فلمه وه او د افغانستان جګړه نه ختميږي ځينو يې راپورونه ورکړل چې بایډن یوازي د جګړې له ډګره ځان ګوښی کوي او بل هيڅ هم نسته.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد طالبانو ته ګواښ کړی وو، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او القاعده سره اړيکي و شکوي او که چيري داسې و نه کړي د ملګرو سره يو ځای به دا ډله منزوي کړي.

تراوسه طالبانو د امريکادې دريځ ته غبرګون نه دی ښودلی.

که امريکا وزي د افغانستان ګاونډيان به يوځل بيا د دې هېواد په چارو کې د مداخلې هڅه کوي او دلته به د جګړې د شدت لپاره حتمي هڅه کوي

Comments are closed.