The news is by your side.

تازه: نامالومو وسلوالو زابل د طالبانو مهم قومندان وژلی

خبريال ويب پاڼه/ د زابل څخه راپورونه وايي چې نن د دې ولايت ميزان ولسوالۍ کې مشهور طالب قوماندان د تراويح لمونځ پر مهال وژل سوی دی.

ياد قوماندان ملا سلیم نوميده چې زابل کې يې فعاليت درلود وړاندې کلونو کې ملا سلیم خورا خونړی جنګي طالبان قوماندان وو، چې د ډيرو کسانو په وژلو هم تورن وو.

د زابل د ميزانې ولسوال حکمت الله اخلاقي د پيښې پخلی کوي او وايي چې په دې بريد کې خپله ملا سلیم وژل سوی او دوه کسه يې نور ژوبل دي.

اخلاقي وويل چې داسې نسي ويلی چې دا طالب قومندان چا وژلی.

په دې وروستيو کې د طالبانو منځ کې دا ډول بريدونه زيات سوي او ډيری طالب قومندانان په نښه سوي دي.

تراوسه پوري مالومه نه ده چې ملا سلیم به چا وژلی وي خو يو شمير ځايي سړچینې وايي چې داسې هم شونې ده چې دا طالب قومندان د شخصي دښمنۍ په ترڅ کې وژل سوی وي.

د دې دولت له پيله تراوسه ملا سليم د زابل په بيلابيلو سیمو کې د دولت پر ضد وسلوال فعاليتونه کول چې نن د لمانځه ادا کولو پر مهال وویل سو.

په دې وروستيو کې د طالبانو په لیکو کې يو شمېر اختلافات راپورته سوي چي دې ته ورته نورې پيښې هم رامنځ ته سوې او په هکله يې وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلی، خو ښايي د دوی خپل منځي اختلافات څنګه چې تصور کيږي تر دې هم زيات وي ځکه طالبان کوښښ کوي چې خپل منځي اختلاف پټ وساتي او په خپل منځ کې يې حل او فصل کړي خو ځینې وخت دا اختلافات رسنيز کيږي هم.

څو ورځې وړاندې پيښور کې د ننګرهار لپاره د طالبانو نظامي مسول په يوه وسلوال برید کې ووژل سو کې تراوسه يې د وژنې څرنګوالی مالوم نه دی او نه هم طالبانو په دې هکله پوره معلومات ورکړي دي خو داسې مالومات يې په هکله خپاره سوي چې د طالبانو دا قوماندان په افغانستان کې د سولې پلوي وو او نور يې نه غوښتل چې جګړې ته ادامه ورکړي ځکه په نښه او ووژل سوخو هيچا يې هم د وژنې په هکله څه ونه ويل

Comments are closed.