The news is by your side.

غواړئ چې په راډيو کې ښه پرېزېنټر شئ

هغوی چې دې برخې سره مينه لري؛ نو عملي دې کړي.

هغه شل لارې چارې چې په عملي کولو يې در ځيني يوه ښه راډيو پرېزېنټر جوړېدای شي؛ دا دي.
که مو دا لارې په کاري چاپېريال کې عملي کړې؛ نو يو ښه او بهتره ويونکی به شئ.
۱: مه ورخطاکېږئ، خوشحاله اوسئ.
۲: ښه لوستونکی اوسئ، متن ښه ولولئ.
۳: د نورو خلکو خپرونې او پروګرامونه واورئ.
۴: همېشه مو سکرېپټ مخکې د ريکارډ کولو لولئ.
۵: خوابدوونکی مه اوسه.
۶: د خپل ليکل شوي متن سره دوستانه اوسه.
۷: همېشه په خپل کار او موقف دې فخر کوه.
۸: خندنی او خوښ اوسه.
۹: منظم او چمتو اوسه.
۱۰: همکارانو او په خپرونه کې نورو کسانو سره صميمانه اوسه.
۱۱: د ټولنې خلکو سره نږدې اوسه.
۱۲: هر چا سره ملګری اوسه.
۱۳: نوي مهارتونه زده کړه، زړې ببولالې مه غږوه.
۱۴: نورو پرېزېنټرانو سره په تماس کې اوسه.
۱۵: حقيقت ويونکی اوسه.
۱۶: هغه جواهر چې لرې يې، ګته ترې واخله.
۱۷: ټولنيزو رسنيو سره بلد اوسه.
۱۸: همېشه دې خپله خوښي او خلوص څرګندوئ.
۱۹: خپل وړاندې کړی پروګرام دې حتماً اوره، چې ښېګڼې او بدګڼې دې معلومې کړې.
۲۰: پر خپلو وړتياوو دې کار وکړه. ژباړه: عبدالرحمن ځلاندج

Comments are closed.