The news is by your side.

طالبانو افغان سیاسیونو ته جلا جلا لیکونه استولي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم وسله والو طالبانو له اوږدې مودې راهیسې د سولې په مخامخ خبرو اترو کې خنډونه جوړول، خو اوس یې تازه داسې اقدام کړی چې ښايي د سولې بندې دروازې څه ناڅه خلاصې کړي. 

طالبانو په دې اقدام کې ځینو افغان سیاسي څېرو ته د مستقیمو مذاکراتو په موخه لیکونه استولي دي او ترې غوښتي یې دي چې مخامخ ورسره ګوري.

یو شمېر باوري سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې طالبانو غوښتي په انفرادي توګه له ځینو سیاسي څېرو سره لیده کاته ولري چې له همدې امله یې دوی ته لیکونه استولي او له دوی یې د مذاکراتو غوښتنه کړې ده.

په دې ډله کې یو هم د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دی چې د طالبانو لیک ورته رسېدلی دی او غوښتنه یې ترې کړې چې مذاکرات ورسره وکړي.

د نوموړي ویاند فریدون خوځون د لیک رسېدل تایید کړي خو وایي له طالبانو سره د سیاسي څېرو انفرادي مذاکرات د هېواد په ګټه نه دي او د سولې لپاره د داخلي اجماع د کمزوري لامل ګرځي.

دده په خبره، طالبان په دې توګه غواړي د جمهوریت په لیکه کې درځ راپیدا کړي او د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې موقف کمزوری کړي، چې هیڅوک به دا کار ونه کړي.

د حکومت ځینو نورو چارواکو هم په څرګندونو کې دا د نفاق راوستو لپاره د طالبانو هڅه بللې ده او ټینګار یې کړی چې هېڅکله به یې ونه مني.

طالبان څه غواړي؟

طالبان غواړي له سیاسیونو سره د جلا جلا کتنو له لارې د هغوی ملاتړ جلب کړي او د هغه خوب په رښتیا کولو کې ګټه ځنې واخلي، چې ګواکې دوی به واک ته رسېږي. هغه څه چې نه یې افغانان او نه هم نړۍوال غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او هېڅ پرمختګ پکې نشته او په هېواد کې جګړه ورځ تر بلې زور اخلي.

عام افغانان دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي دي او له ښکېلو اړخونو غواړي چې ژر تر ژره اوربند وکړي او د سولې بندې دروازې نور پرانیزي، څو د خلکو اوږده هیله پوره شي، خو طالبانو د اوربند غوښتنه په ټوپک ځواب کړې او تر اوسه یې په دې اړه هیڅ نه دي کړي.

Comments are closed.