The news is by your side.

ننګرهار به سږکال د هېواد په کچه شفتالو حاصل ورکړي

ننګرهار به سږ کال د هېواد په سطحه شفتالو توليد کړي

د ننګرهار ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې په نږدې ۳۰۶۹ جریبه ځمکو د شفتالانو باغونه کرل شوي، چې ۱۸۷۰ جريبه يې په حاصل راغلي او د اټکل له مخې به ترې سږ کال ۵۵۴۶ ټنه حاصلات تر لاسه او له امله به یې شاوخوا درې زره کسانو ته په مستقیم او غېرې مستقیم ډول کاري فرصت هم برابر شي.

تېر کال په ننګرهار کې ۲۲۴۰ ټنه د شفتالو حاصلات تر لاسه شوي وو، چې سږ کال د مخکینیو باغونو د حاصلاتو د ورکړې، مرضونو څخه د ژغورنې او ورته د ښې پاملرنې له امله یې حاصلات څه باندې ۵ نیم زره ټنه اټکل شوي.

په ننګرهار کې د شلیل یا وا وایټ، ایرلي ګرینډ، فلاوایټ او فلا ګولډ نوعه شفتالان کرل شوي، چې د شلیل یا وا وایټ نوعه یې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کیږي.

د ننګرهار بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، شیرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپوره، خوږیاڼي، چپرهار، ګوشته، رودات، دره نور،کوټ او مومندرې ولسواليو کې د شفتالانو باغونه جوړ شوي دي.

دهقانان وايي: که حکومت د دواګانو او سرو په برخه کې مرسته وکړي او د خرڅلاو بازار ورته برابر کړي؛ د شفتالو په توليد کې به زیاتوالی راشي او نورو هېوادونو ته به هم ولېږل شي.

ننګرهار کې نه يوازې چې شفتالو ښه حاصل ورکوي، بالکې نورو مېوه جاتو او سبزيو کې هم د پام وړ حاصل ورکوي، چې ګڼشمېر هېوادوالو ته يې کاري چاپېريال هم برابر کړی دی.
بلخوا هېواد وال هم خوشحاله دي، چې د خپل وطن توليد خوري، دوی وايي چې موږ به په شوق سره د هېواد هره مېوه اخلو او بازار به يې تود ساتو.

Comments are closed.