The news is by your side.

رپوټ: د غني کورنۍ لویو پروژو کې ونډه وهلي

خبریال اداره

امریکايي قراردادیانو او د اشرف غني کورنۍ لویو پروژو کې ملګرتیا پیل کړي.

یو تازه رپوټ چې افغانستان کې د منرالونو او طبیعي زیرمو په باب د لویو قراردادیانو په هکله تر څيړني وروسته خپور شوی د ولسمشر اشرف غني د ورور او وراره د فساد او پر بډو د ولاړي سوداګرۍ او کاروبار څخه یی پرده پورته کړي.

په رپوټ کې راغلي چې اشرف غني له خپل ورور حشمت غني او وراره سلطان غني سره چې د امریکې د ویرجنیا استوګن دی د کرومایټ ډبرو د استخراج په برخه کې نیغه مرسته کړي ده.

ویل کیږي دغه قرار دادونه د غني له لوري  په ۲۰۱۴ کال کې واک ته له رسیدو دوه ورځي وروسته د سوسي په نامه امریکايي کمپنۍ ته ورکړل شوي، په کومه کې چې حشمت غني او زوی یي سلطان ونډه لرونکي دي.

افغانستان د طبیعي زیرمو یو لوی ټاټوبی دی چې ویل کیږي د ترلیونونو  ډالرو په ارزښت لیتیوم او نور قیمتي توکي پکې موجود دي.

په رپوټ کې راغلي چې د اشرف غني ورور په هغه کمپنۍ کې برخه لري چې اوس د کابل په یوه څنډه کې د طبیعي منابعو په  استخراج بوخته ده او چاري يي د سوسي انترنیشنل او جنوبي پرمختیایي اداري ( سوترن ډیفلوپمینټ) له لوري پر مخ بیول کیږي.

دا دوه کمپنۍ د امریکې د ویرجینا ایالت په چنتلي او ارلینګ ټون ښارونو کې دفترونه لري.

ویل شوي چې د حشمت غني زوی سلطان غني د یادې کمپني امنیتي چاري له یوه بل خصوصي افغاني شرکت سره په غاړه اخیستي او له دغې لاري يي ملیونونه ډالر تر لاسه کړي دي.

رپوټ کې راغلي چې دغسي قرار دادونه نه یوازي افغان دولت بلکې د امریکې دولت ته هم ستونزي جوړوي.

د امریکا په جورج واشنګټن پوهنتون کې د دولتي تدارکاتو د قانون د برخې پروفیسوري میرمن جیسیکا تیلپمن ویلي: ( په افغانستان کې په داسي معاملو کې ښکیلتیا، په هغه هیواد کې چې د فساد له کبله د یو شمیر منفعت طلبو هیوادونو د سیالي په ډګر بدل شوی،دا ډول معاملي ډیري شکمني دي، که چیرته ټاکل شوي وي چې په ناسمو تر سره شویو کارونو سور رنګ واچول شي نو په دغسي تړونونو او پروژو باید تر ټولو ډیر او لومړی سور رنګ وپآشل شي ځکه چې له خطا او ګواښونو ډکي دي).

په همدې حال کې په راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۰ کال کې امریکايي کمانډویانو په کنړ کې له دوو سیمیزو جنګ سالارانو سره مرسته وکړه تر څو هغوي د کرومایټ ډبرو د تولید کوچنۍ کارخانه جوړه کړي.

دغې کارخاني لپاره څه باندي دری ملیونه امریکايي ډالره ورکړل شول.

کارخانه د قوماندان  نورمحمد او د هغه د مرستیال فرهاد تر ولکي لاندي د امریکايي ځواکونو د قرار ګاه په دننه کې وه.

دغې پروژي ته امریکايي ځآنګړو ځواکونو د ثبات او سوداګرۍ د پراختیا د عملیاتو ماموریت نوم ورکړ.

په داسي حال کې چې د افغانستان د اساسي قانون له مخي له دولت پرته هیڅ یو کس او اداره حق نه لري چې له طبیعي زیرمو په ناقانونه توګه استفاده وکړي او پر نورو یي وپلوري.

امریکايي ځآنګړو ځواکونو هغه مهال دا استدلال کاوه چې له دې لاري به سیمیزو خلکو ته کار روزګار برابر شي.

کرومایټ په کنړ کې په پراخه کچه پیدا کیږي چې له دې توکې څخه د الوتکو په رنګولو او له زنګ څخه د فولادو په ساتلو کې کار اخیستل کیږي.

افغان دولت په خاصه توګه اشرف غني او د هغه کورنۍ په دې باب تر اوسه خپل دریځ نه دی وړاندي کړی.

م. جلالزی

Comments are closed.