The news is by your side.

بریتانیا: دکرونا واکسین تیار او پر انسانانو تجربه کېږي

خبریال ویب پاڼهد بریتانیا حکومت اعلان وکړ چې د کرونا وایرس واکسین یې تیار کړی او پر انسانانو به تجربه شي . ددغه واکسین د تیاري خبر د بریتانیا د روغتیا وزیر مټ هنکوک وکړ او ویې ویل چې په اکسفورډ پوهنتون او لندن امپریال کالج کې د ګڼو ازموینو وروسته دا واکسین راروانه پانجشنبه پر انسانانو ازمایل کېږي . ښاغلی هنکوک وايي، حکومت به د اکسفورډ څېړونکې ډلې ته د واکسین کلینکي ازموینې لپاره ۲۰ میلیونه پاونډ ورکړي، چې پر خلکو به د پنجشنبې له ورځې ازموینه پیل کړي.

دا واکسین په داسي حال کې پر انسانانو ازمایل کېږي چې په نړۍ کې په کرونا د ککړو کسانو شمېر تر 2,552,419 ورسېدو او د کرونا وژلو شمېر هم تر 177,234 واووښت .‌

د بریتانیا د روغتیا وزیر مټ هنکوک په داسي وخت کې ددغه واکسین د چمتو کېدو خبر ورکړ چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې 828 کسان کرونا وایرس وژلي او 4,611  کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه وایرس ککړ شوي دي .

بریتانیا تر اټلي؛ هسپانیې او فرانس را وروسته په اروپاکې تر ټولو زیات کرونا ځپلی هیواد دی چې 129,044 کسان یې په کرونا ککړ شوي او او تر دم ګړیه 17,337 کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی .

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو قرارداد منظور کړی او په هغه کې یې غوښتنه کړې چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره دې په نړیواله کچه د دارو درملو، وېکسینو او اوزارو د زیاتولو او ورته د لاسرسي لپاره ګړندي ګامونه پورته کړل شي.

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په قرارداد کې د دې ادارې له مشر انتونیو ګوتېریس څخه غوښتنه شوې، چې د روغتیا له نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) سره په ګډه کار وکړي او د دې خبرې د باوري کولو لپاره سپارښتنه وکړي چې د ټولې نړۍ خلک خصوصاً د پرمختلونکو هېوادونو خلک د کرونا وایرس طبي معاینې یا ټیسټ، طبي سامانونو، دارو درملو او په راتلونکي کې جوړېدونکي وېکسین ته برابر او پر وخت لاسرسی ولري.

په امریکا کې تر ټولې نړۍ زیات خلک اغېزمن دي، چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یې اووه لکه 35 زره 287 او د مړیو شمېر یې 39 زره 90 ته رسېدلی دی. تراوسه په امریکا کې تر 66 زره 819 زیات کسان بیرته ترې روغ شوي دي.

که پر انسانانو بریتانوی واکسین بریالی شي نو دا به د نړۍ لمړنی هیواد وي چې د کرونا وایرس په وړاندي یې واکسین جوړوي ؛ دوی به لمړی خپل هیواد او ورسته د نړۍ نورو هیوادونو ته واکسین ورکړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance