ارغندیوال په کابل کې د نړیوال بانک له رییس سره وکتل

خبریال وېب پاڼه/د مالیې وزیر په افغانستان کې د نړیوال بانګ له رییس سره په کتنه کې د کرونا ضد مبارزې ته د نړیوال بانک له مرستو مننه کړې ده.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هنري کرالي د مالیې له وزیر سره په خپلو څرګندونو کې د نورو مرستو ژمنه هم کړې ده او ویلي یې دي چې نړیوال بانک به په افغانستان کې د ځینو نورو پروژو پیسې هم د کرونا ضد مبارزې ته ورکړي ځکه په وینا یې اوس مهال افغانستان تر بل هر زیات د کرونا له ستر ګواښ سره مخ دی.

هېنري داسې مهال د نورو مرستو خبره کوي چې دوه ورځې وړاندې د نړیوال بانک لومړۍ جوپه مرسته چې شل ملیونه ډالره وو، د افغان حکومت خزانې ته جمعه کړل. دوی ژمنه کړې وه چې پاتې څه د پاسه ۸۰ ملیونه ډالر به هم په نیږدې راتلونکي کې افغانستان ته وسپاري.

د روانې اپریل میاشتې په ۱۴ مه نېټه د پیسو نړیوال صندوق هم اعلان وکړ چې د افغانستان په ګډون به ۲۵ هېوادونو ته پور ورکوي. د پیسو نړیوال صندوق د کرونا له مبارزې سره د افغانستان په ګډون له ذکر شویو هېوادونو سره د ۵۰۰ ملیونه ډالرو مرسته ځانګړې کړې وه، چې یادو شویو هېوادونو ته به یې پور ورکوي. جاپان او بریتانیا د دغو مرستو لوی تمویلوونکي هېوادونه بلل شوي دي.

مخکې ایران هم د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور غوښتنه کړې وه خو د امریکا د فشارونو له امله د پیسو نړیوال صندوق ایران ته د پور له ورکړې انکار وکړ. ایران د آسیا په کچه د کرونا له امله د ډېرو قربانیانو شاهد دی چې تر ۵ زرو ډېر کسان یې د کرونا له امله وژل شوي دي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس وایي چې په افغانستان کې د کرونا پر وړاندې مبارزه تر بل هر څه اړین ګام دی او زیاتوي چې نړیوال بانک چمتو دی په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي هینري او د مالیې وزیر داسې مهال د مرستو پر دوام او زیاتېدو خبرې کوي چې په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو ته رسېږي. په دې کې ۱۱۰ تنه روغتیا پالان هم شامل دي او تر شلو زیات د چارو اداې کار کوونکي هم ورسره دي.

په ورته وخت کې د هېواد په ډېری لابراتوارونو کې د کرونا د تشخیص د کېټونو د کمښت راپورونه هم ورکړل شوي دي چې دې چارې د خلکو اندېښې لا پسې زیاتې کړې دي.

هنري وایي چې افغانستان ته د سل ملیونه ډالرو په ورکړې چې تدارکاتي چارې به یې آسانه شي او د ځینو نورو پروژو پیسې به هم د کرونا ضد مبارزې ته ورکړي. تر دې د مخه حکومت هم د ځینو نورو پروژو پاتې شوې پیسې د کرونا پر وړاندې مبازې ته ځانګړې کړې وې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More