د خوړو نړیوال سازمان؛ نړۍ د لوږې له بحران سره مخ ده

خبریال وېب پاڼه/ملګرو ملتونو په خپل تازه بیان کې ویلي چې نړۍ د  کرونا له امله د لوږې له بحران سره مخ کېدونکې ده.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د خوړو نړیوال سازمان وایي چې نړۍ د کویډاـ۱۹ وبا له خپرېدو سره سم د لوږې له ستر خطر سره مخ ده او که دا لړۍ و نه درول شي، ښایي په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۵ ملیونه نور وګړي هم د لوږې تر چتر لاندې راشي.

د دغه بنسټ په یوه اټکلي راپور کې راغلي چې ښایي په نړیواله کچه له لوږې سره د مخ شویو کسانو شمېر چې اوس ۱۳۵ ملیونه ښودل شوی، تر ۲۵۰ ملیونه پورې لوړ شي، چې د اوسني حالت سره ۱۱۵ ملیونه توپیر لري.

کرونا په ټوله نړۍ کې اقتصادي کرکېچ را منځته کړی دی او په ملیاردونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. په دوی کې هغه طبقه هم شته چې له خپلو دندو څخه یې یوازې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولې چې اوس هماغه وګړي د فقر او بېوزلۍ تر چتر لاندې شپې ورځې تېروي.

د خوړو نړیوال سازمان په خپل رپورټ کې وړاندې د اقلیمي بدلون له بدو اغېزو هم خبر ورکوي چې په دې کې د افغانستان په ګډون، کانګو، وینزیویلا، یمن، ایتوپیا، سوډان، سوریه، نایجریا، سویلي سوډان او هیټي هېوادونه شامل دي.

د دغه سازمان مشرتابه ټیم داسې د لوږې د نړیوال خطر خبر ورکوي چې تېره ورځ د بریتانیا د عامې روغتیا وزیر په خپل بیان کې وویل چې هېواد یې د کویډاـ۱۹ واکسین چمتو کړي او تمه ده ډېر ژر یې آزمایښتي لړۍ پیل شي. تر دې مهاله د کرونا ضد واکسینو پر شاوخوا ۷۷ ډولونو باندې کار روان دی چې له اروپایي او امریکایي هېوادونو سربېره د چین په ګډون ځینې آسیایي هېوادونو هم د کرونا په واکسینو کار پیل کړی دی.

بیسلي په خپلو څرګندونو کې پر نړیوالو غږ وکړ چې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې په یو موټی دریځ باندې کار وکړي او په وینا یې همدا یوازینۍ لار ده چې له دغې نړیوالې وبا څخه ځان وژغورو.

اقتصادي شنونکي وایي چې افغانستان به د کرونا له امله دوه ستر زیانونه وویني، چې یو یې د فقر او بېوزلۍ د ګراف لوړېدل دي او دویم یې د لویې بشري فاجعې احتمالي پېښېدل دي ځکه تر دې مهاله هم په ګڼو ولایتونو کې جګړه روانه ده چې دې کار د کرونا پر وړاندې مبازه ټکنۍ کړې ده.

د خوړو نړیوال سازمان مشر وویل چې نړۍ تر دویمې نړیوالې جګړې را وروسته له یو ستر ناورین سره لاس او ګرېوان ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More