The news is by your side.

طالب اورپکو پر میس عینک کان برید کړی

خبریال وېب پاڼه/وسلوالو طالبو په لوګر ولایت کې د میس عینک پر کان وسلوال برید کړی دی.

د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند قدیر مصطفی په لوګر ولایت کې پر میس عینک کان باندې د طالب اورپکو لخوا د برید خبر ورکوي او زیاتوي چې په پېښه کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د سرچینې به وینا په دغه برید کې میس عینک کان ۸ ساتونکي سرتېري شهیدان شوي دي.

طالب اورپکو د کرونا وبا په راتګ او له امریکا سره د اوربند کولو نه وروسته پر افغان امنیتي ځواکونو، عامه تاسیساتو او ملکي وګړو باندې خپل تاوتریخوالی په کم سارې توګه زیات کړی دی. دغه اورپکې ډله چې څه د پاسه یوه میاشت وړاندې یې له امریکا سره د لولې لومړنۍ توافقنامه لاسلیک کړه، په افغانستان کې یې د امریکا او ناټو پر ټولو ځواکونو او د دوی پر ادارو بریدونه بند کړل.

د ولس تمه وه چې نور به په افغانستان کې د ورور وژنې ګیلم ور ټول شي او طالبان به د افغانانو وژلو ته د ټوپیک میل را وا نه ړوي، خو په تېرو څه کم دوو میاشتو کې دغې وسلوالې ډلې لسګونه افغانان شهیدان کړل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې روانې اونۍ په پیل کې طالبانو په تخار، بلخ او ارزګان کې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده او یو شمېر ملکي وګړي د همدې اورپکې ډلې لخوا په ځای پر ځای شویو مایونونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تازه په غزني کې د ماین چاودنې څلور ملکیان شهیدان کړي کړي دي. د غزني ولایتي چارواکي وایي چې پېښه د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې را منځته شوې ده چې په وینا یې د طالبانو لخوا د سړک غاړې ماین په چاودنه کې دغو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د غزني چارواکي وایي چې د کرونا وبا په رات سره په دغه ولایت کې طالب اورپکو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په تېرو ورځو کې یې په یو شمېر ولسوالیو کې په ګڼو پوستو تهاجمي بریدونه کړي دي.

ولسمشر غني او نړیوالې ټولنې د کرونا له راتګ سره په وسلوالو مخالفینو په وار وار غږ کړی دی چې اوربند وکړي تر څو د کرنا پر وړاندې مبارزه بریالۍ شي خو دغې وسلوالې ډلې تر اوسه د هېچا غوښتنې ته لبیک ویلی نه دی.

تېره ورځ د حج او اوقافو وزیر هم په خپلو څرګندونو کې له طالبانو څخه د روزې په مبارکه میاشت کې د اوربند غوښتنه وکړه.

د لوګر په میس عینک کان برید داسې مهال کېږي چې په کندهار کې افغان امنیتي ځواکونو هم ۳۱ وسلوالو اورپکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.