The news is by your side.

یوه کیلو مرسته شویو اوړو کې ۱۵۰۰۰ هندۍ کلدارې

خبریال وېب پاڼه/د هندي سیمنا وتلي ستوري او د زړونو شاهینشاه عامر خان له بېوزلو سره عجیبه مرسته کړې ده.

د بالیووډ سیمنا وتلي ستوري عامرخان له ګڼ شمېر بېوزلو کورنیو سره یوه یوه کیلو مرستې کړې دي. خلک په لومړیو کې حیران وو چې ولې عامرخان دومره ناچیزه مرستې له بېوزلو سره کوي، خو کله چې د مرسته شویو اوړو خلتې خلاصوي، پوهېږي چې ۱۵۰۰۰ هندۍ کلدارې یې هم په کې اېښې دي.

د هندي سینما ډېری اداکارانو او وتلو ستورو د کرونا پر وړاندې د مبارزې په بهیر کې له خپل ملت سره په کروړونو هندي کلدارې مرستې کړې دي. مخکې داسې ویل کېدل چې عامرخان په ځلونو له بېوزلو سره مرستې کړې دي خو رسنیزې کړې یې نه دي.

دغه وتلی ستوری د هنر په ډګر کې هم تر ډېر زیات اغېزمن رول ادا کوي او له هند سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په لویه پیمانه مینوال لري. عامر خان په تېرو دری نیمو لسیو کې د هند په سینما کې د اداکارۍ رول ترسره کوي چې خورا زیات مینوال لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت دلته په افغانستان کې د کرورنا پر وړاندې د مبارزې کمېټې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ۴ نیمې کیلو غنم وېشلي وو او د خلکو لخوا له سختو نیکو سره مخ شول. که څه هم د دغې کېټې مشر وحید عمر ویلي وو چې دا یوه آزمایښتي پروسه وه او په راتلونکي کې به لویې مرستې ورسره وشي خو د عامو ښاریانو په وینا په پروسه کې هېڅ شفافیت نه ؤ او ډېرې ستونزې یې لرلې.

دوه ورځې وړاندې د هند یوه بل ستوري او د فلمي نړۍ منفي اداکار سونو سود هم په ټوله روژه کې د ۲۵ زره بې ځایه شویو مسلمانانو ته د روژه ماتي ورکولو ټټر وهلی ؤ.

اکشی کمار، پراباس، سلمان خان او لسګونه نوري فلمي ستورو هم په دغه کروونا ځپلي چاپېریال کې په ملیاردونو هندۍ کلدارې مرستې کړې دي.

هند د نړۍ په کچه دویم ګڼ توکمی هېواد دی چې له یو ملیارد زیات نفوذ په کې اوسېږي. په دغه هېواد کې لسګونه مذهبونه ژوند کوي او په نړۍ کې د مذهبي خپلواکۍ په کتار کې لومړی ځای لري. د هند جوړښت داسې دی، که په یو ځای کې د مسلمانانو جومات دی، لږ هخوا او یا ورسره څېرمه د هندوانو مندر او د دوی مذهبي عبادت ځایونه هم شته دي. همدا لامل دی چې وګړي یې نرم او بشر دوسته دي.

د عامرخان دغې کار ته د سینما ډېری وتلي ستوري هم ګوته په غاښ دي. اوس وخت کې ډېری اداکاران په دې برخه کې د اغېزمنې مرستې په لټه کې دي تر څو وکولی شي هم د مینوالو زړونه خپل کړي او هم نور تاجران له بېوزلو سره مرستې کولو ته وهڅوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance