کندز کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي
خبریال وېب پاڼه/ کندز کې د یوې کورنۍ ۷ غړي د شپې له خوا په خپل بستر کې د خوب پر مهال وژل شوي.
د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ د یوې کورنۍ ۷ غړي په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوي دي.
د کندز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري ویلي دغه کسان بېګا په نیمه شپه د امام صاحب ولسوالۍ په کنم سیمه کې د شخصي دښمنۍ له امله په ډزو سره وژل شوي دي.
په پېښه کې د دغې کورنۍ د ماشومانو په ګډون څلور نارینه او درې مېرمنې وژل شوي او دوه نارینه غړي یې ټپیان دي.
پولیسو د دغۍ کورنۍ د مشر ورور چې په ګاونډ کې ورسره پروت دی په پېښه کې په لاس لرلو تورن دی، نیولی او پوښتنې ترې روانې دي.
افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي او شخصي دښمنۍ له امله داسې زیاتې پېښې رامنځته کیږي.
پرون هم ماسپښين يوه بجه د لغمان ولایت مرکز مهتزلام ښار په شېخانو سيمه کى يو تن خپله مېرمن او خواښې په چريز ټوپک وژلي.
د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزى وايي قاتل له سيمې تښتېدلى او د نيولو هڅې يې روانې دي.
د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د شخصي دښمنیو، کورنیو دښمنیو، کورنیو ستونزو، قومي ستونزو، بې وزلۍ او نورو لاملونو له کبله ورته پېښې زیاتې رامنځته کیږي.
دغه ډول ستونزې او دښمنۍ ډېر کله د ولس او حکومت په همکاریو حلیږي، خو یو شمېر دا ډول ستونزې بیا تر وژنو او یو بل پسې د وسلې تر را اخیستلو رسیږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.