The news is by your side.

د قطر د امير له مور نه د افغان مېرمنو ليکلې غوښتنه

خبریال وېب پاڼه/ د افغان ښځو شبکې د قطر د امیر مور ته سر خلاصی لیک لیکلی.

د افغان ښځو شبکې په سر خلاصي لیک کې د قطر د امیر له مور موزه بنت ناصر نه غوښتنه کړې، څو په دې هېواد کې پر مېشتو طالب مشرانو فشار راوړي، چې وسله والو ته یې د اوربند امر وکړي او اوربند ومني.

په لیک کې وړاندې د افغان ملکیانو مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو له تازه خپور شوي راپور هم یادونه شوې، چې د روان ٢٠٢٠ز کال په درېیمه ربعه کې په جګړه کې له د ١٥٠ ماشومانو په ګډون څه باندې ٥٠٠ ملکیان وژل شوي.

د افغان ښځو شبکو په لیک کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له زیاتېدو هم یادونه کړې، چې له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک کېدو وروسته یې زیاتو بریدونو ته لاس اچولی او تاوتریخوالي زور اخیستی.

دوی په هم مهاله توګه د کرونا له وبا یادونه کړې، چې افغانان له یوې لوري د کرونا وبا له خوا ګواښل کیږي او له بل لوري د طالبانو له لوري په جګړو کې مري.

د افغان ښځو شبکه په افغانستان دننه او بهر د زرګونو ښځو ملاتړ لري او هغوی همدارنګه افغانستان کې روانې جګړې ته زړه خوري.

د افغان ښځو شبکه وایي، چې د کرونایي وضعیت او محدودیتونو سره هم مهاله د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو هېوادوالو د وژل کېدو خبرونه اوري چې روژه په خوله افغانانان د ماینونو په چاودنو او جګړو کې مري.

د افغان ښځو شبکې ځکه د قطر د امیر مور موزه بنت الناصر ته سر خلاصی لیک لیکلی، چې د څو کالونو را په دې خوا طالب مشران د قطر په پلازمېنه دوحه کې سیاسي دفتر لري او په مزو او چړچو کې ژوند کوي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې وروستۍ هوکړه کې په قطر کې لاسلیک شوه.

د سولې هوکړې تر لاسلیک کېدو وروسته داسې انګېرل کېده چې ګواکې طالبان به تاوتریخوالی را کم کړي، خو برعکس د طالبانو بریدونو او وژنو لا پسې زور اخیستی.

طالبانو د افغان حکومت سره خپل منځي خبرې هم د طالب زندانیانو د خوشې کولو په بهانې وځنډولې، که څه هم د افغان حکومت او طالبانو له لوري وخت نا وخت د دواړو لوریو بندیان خوشې کیږي، خو تر دې دمه د بین الافغاني خبرو څرک نه دی لګېدلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.