The news is by your side.

د طالبانو د بریدونو زیاتوالي خلک پر سولې بې باوره کړي

خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت وایي، طالبان دې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ناورین د مخنیوي په موخه اوربند وکړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي د طالبانو له خوا د بریدونو زیاتوالي خلک د سولې په اړه بی باوره کړي دي.

صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبرې ناستې پر مهال وویل چې سوله اوس هم د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

هغه له طالبانو د بشردوستانه اوربند د ټینګېدو غوښتنه وکړه.

صدیقي وویل اوربند یوه اساسي موضوع ده او د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ده او طالبان باید دا غوښتنه ومني .

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې که طالبان اوربند ونه مني او کرونا ویروس یې تر واک لاندې سیمو کې کوم ناورین رامنځ ته کړې مسؤولیت به یې د دوی پرغاړه وي.

هغه وویل که طالبان جګړې ته دوام ورکړی نو خپلې موخې ته به ونه رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو له لوري بریدونه خورا زیات شوي او تاوتریخوالي زور اخیستی.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو له لوري د ملکیانو د وژنې په اړه وروستی راپور ښیي چې د روان زېږدیز کال په لومړۍ ربعه کې د ١٥٠ ماشومانو په ګډون څه باندې ٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. چې طالبان د دې مرګ ژوبلې ٣٩ سلنه مسؤول بلل شوي دي.

په همدې حال کې افغان حکومت، ملګري ملتونو او نړیواله ټولنه له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، خو طالبانو بار بار رد کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.