د هلمند د هوږې حاصلات بازار ته وړاندې کیږي
خبریال وېب پاڼه/ د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په نږدې ورځو کې به د دې ولایت د هوږو حاصلات بازار ته وړاندې شي.
د دوی په خبره سږ کال د دې ولایت د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د هلمند په بېلا بېلو ولسوالیو کې پر ۱۲۶۲ هکټاره ځمکه کې هوږه کرل شوې ده، چې د اټکل له مخې به شاوخوا ۳۵ زره او ۳۳۶ ټنه حاصل ورڅخه په لاس راشي.
د هلمند ولایت هوږه د کیفیت له مخې په کورنیو بازارونو کې ښه نوم لري، چې ګڼو نورو ولایتونو ته هم صادریږي.
په دې وروستیو کې چې د یو شمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي د هلمند هوږه کولای شي، چې په بازار کې د هوږې بیې کنټرول کړي.
هوږه چې د بېلابېلو خوړو د ذایقې لپاره په اوومه او پخه ډول خوړل کیږي، د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي، د غاښونو درد اراموي، د عصبي ناروغیو، زکام، وزن کنټرولولو، د وینې فشار نورمالولو او د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي، ویښتانو ته او داسې نور روغتیایي ګټې لري.
په ورته وخت کې بیا کونړ کې د ۴،۵ میلیونه افغانیو په لګښت څلور شنې خونې او لس د پیازو ساتنې ذخیرې جوړشوې.
د خلکو د سبزیو د اړتیا پوره کېدو او بزګرانو اقتصادي ودې په موخه د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په مرکز اسعد اباد سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې څلور شنې خونې او په اووه نورو ولسوالیو کې د پیازو د ساتنې لس ذخیرې جوړې شوې، چې په مجموعي توګه به د سل تڼه پیازو ساتنې وړتیا ولري.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي د هېواد په ختیځ او په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې د کرنې ښه فرصتونه موجود دي او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.
د کونړ والي د یادو پروژو د پیل له امله بزګرانو او د سیمې اوسېدونکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له دوی وغوښتل چې د جوړو شویو خونو او مرکزونو کلکه ساتنه وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.