The news is by your side.

کندهار کې د ځمکنیو توتانو تولیدات

خبریال وېب پاڼه/ کندهار کې یو جریب ځمکه د کال څه باندې ۲۰ زره کیلو ځمکني توتان تولیدوي.

کندهار کې د ځمکني توتانو د کرکېلي دودېدل، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېلي ته د بزګرانو او ځمکوالو لېوالتیا ډېره شوې، چې موخه یې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو د کرکېلي دودېدل دي.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې تر دې دمه د دې ولایت په ۱۲ جریبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي، چې بزګران یې له حاصلاتو خوښ دي.

د هغو کسانو له ډلې، چې په کندهار کې یې ځمکني توتان کرلي یو هم ددې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی صفت الله قریشي دی.

صفت الله قریشي درې کاله مخکې له ایټالیا څخه ځکمني توتان راوړي او په امتحاني ډول یې په شنه خونه کې روزلې وه، چې ښه پایله یې ورکړې وه.

قریشي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو ښه پایلې ته په کتو اوس یې د شنو خونو ترڅنګ په خلاصه فضا کې هم ځمکني توتان کرلي، چې اوس نهه جریبه ځمکني توتان لري او د کال څلور فصله ورکوي، هر فصل کې یې له شپږ زره تر اته زره کیلو توتان راټولوي، چې په دې سره له یوه جریبه ځمکې څخه د کال څه باندې ۲۰ زره کیلو توتان راټولوي.

بزګر قریشي زیاتوي، چې دا مېوه په بازار کې ډېره کمه او تقاضا ورته ډېره ده او په بازار کې کیلو په ۱۲۰ افغانۍ خرڅیږي.

نوموړی وایي، په پام کې لري، چې راتلونکي کې په نورو ځمکو کې هم ځمکني توتان وکري.

هغه په نورو بزګرانو د ځمکني توتانو نیالګي هم خرڅوي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېله دود او کروندې یې زیاتې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.