The news is by your side.

ولسمشر؛ د هرې ممکنه فاجعې مسؤل به طالبان وي

خبریال ېب پاڼه/ولسمشر محمد اشرف غني نړیوالو په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې په افغانستان کې به د هر بشري ناورین پړه د طالب اورپکو په غاړه وي.

ولسمشر غني د عدم انسلاک غورځنګ له غړو هېوادونو، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې څخه وغوښتل چې د طالب اورپکو د غیر منطقي تاوتریخوالي مخه ډب کړي او په وینا یې که په افغانستان کې هره فاجعه را منځته کېږي، مسؤلیت به یې د دغې اورپکې ډلې په غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو او د کرونا وبا په خپرېدو سره طالب اورپکو خپلو بریدونو ته نور زور هم ورکړی دی او هره ورځ په ګڼ شمېر ولایتونو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کوي، چې له امله یې له امنیتي ځواکونو سربېره ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

ولسمشر غني کابو دوه میاشتې وړاندې په مکرر ډول له طالب اورپکو څخه د کرونا د احتمالي ناورین د را منځته کېدو په موخه د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه خو د دغې وسلوالې ډلې لخوا به د بریدونو په دوام رد کېدله.

څو ځله امریکا، اروپایي ټولنې، ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو نړیوال سازمان او ګاونډیو هېوادونو له طالب اورپکو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او د کرونا پر وړاندې له حکومت سره ګډې مبارزې ته را ودانګي، خو دغې وسلوالې ډلې په بیا بیا دغه وړاندیزونه رد کړل او جګړې ته یې دوام ورکړ.

دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندانۍ هم طالبانو ته ګوت څنډنه وکړه چې تاوتریخوالی کم کړي او کنه په وینا یې دوی به د افغان امنیتي ځواکونو لاسنیوي ته ور ودانګي او پر وسلوالو طالبانو به خپل هوایي او ځمکني عملیات له سره پیل کړي.

د عدم انسلاک غورځنګ د غړو هېوادونو غونډه پرون د ویډیویي کانفرانس له لارې ترسره شوه چې په کې د دغې هېوادونو له ولسشمرانو سربېره د ملګرو ملتونو منشي او د اروپایي کمسیون مشرتابه هم ګډون درلود. دغې هېوادونو د کرونا پر وړاندې د ګډې مبارزې په همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې باید په واحد دریځ د دغې معضلې لپاره کار وشي.

ښاغلي غني دغې کانفرانس ته په خپله وینا کې وویل چې کرونا له یوې خوا نیابتي جګړه او له بلې خوا د افغانانو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کړی دی. نوموړي د عدم انسلاک غورځک غړو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو باندې غږ وکړ چې طالب اورپکي له غیر منطقي تاوتریخوالي څخه را وګرځوي تر څو حکومت وکولی شي کرونا ځپلو ته لاسرسی وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.