The news is by your side.

پروان کې د برېښنا بله ستن په بمونو الوځول شوې

خبریال وېب پاڼه/د برېښنا شرکت په پروان ولایت کې د برېښنا د یوې بلې وارداتي ستنې د ویجاړۍ خبر ورکوي.

تېره شپه په پروان ولایت کې مرکز ته څېرمه د ګلغنډۍ په سیمه کې د ورانکارو لخوا د  وارداتي برېښنا یوه بله ستن په بمونو الوځول شوې ده. ویل کېږي دغه پېښه کې د برېښنا مزي پرې شوي نه دي خو د ستنې دری برخې ویجاړې شوې دي. دا په تېره یوه اونۍ کې دریمه ستنه ده چې د نا معلومو وسلوالو لخوا ویجاړېږي.

په دې وروستیو کې د برېښنا شرکت په وارداتي لینونو باندې بریدونه زیات شوي چې چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي. دا په تېره یوه اونۍ کې دریمه ستنه ده چې د نا معلومو وسلوالو لخوا ویجاړېږي.

تېره اونۍ د کابل په میربچه کوټ کې یوه ستن په بشپړه توګه ویجاړه شوې وه چې د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې څو ملیونه افغانۍ لګښت یې په بېرته جوړولو راغی.

پرون ورځ هم د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د چمتلې په سیمه کې د برېښنا یوه ستن الوځول شوې وه چې بیا د جوړولو لپاره یې په تخنیکي ټیم هم چاودنې وشوې. د برېښنا ویجاړې شوې ستنې د جوړولو په نیت پرون سهار د برېښنا شرکت تخنیکۍ کار کوونکي ور روان وو، چې په سیمه کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې ده.

په دغه پېښه کې د برېښنا شرکت څلور کار کوونکي ټپیان شوي وو چې د دوو کسانو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوی ؤ.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د ولسمشر لخوا د برېښنا شرکت مشرتابه هم بدل شو او دغې شرکت ته یې احمد داود نورزی د نوي رییس په توګه وګمارل شو.

د برېښنا شرکت په وارداتي ستنو باندې د برید پړه تر اسه هېڅ کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستې خو یو شمېر هېوادوال اندېښنه لري چې دا کار به د تېلو او ګازو مافیا کوي. د برېښنا شرکت هم په خلکو غږ کوي چې د برېښنا د ستنو له ویجاړۍ لاس واخلي او حکومت ته د وران کارو په ور پېژندلو کې مرسته وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.