The news is by your side.

افغانستان او پاکستان به له اقتصادي ناورین سره مخ شي

خبریال وېب پاڼه/د نړیوالو اقتصاد پوهانو او څېړنکو د تازه څرګندونو له مخې افغانستان او پاکستان د سخت اقتصادي کرکېچ سره مخ کېدونکي دي.

څېړونکي وایي چې د کرونا وبا له امله په افغانستان او پاکستان کې وضعه شوي کرنتین د دغې هېوادونو اقتصاد ته لویه ضربه ورکړې ده او زیاتوي چې ښایي د دواړو هېوادونو اقتصاد له صفر سره برابر شي.

په افغانستان کې د کرونا له امله را منځته شوي کرنتین د خلکو او سوداګرو له ستونزو سربېره د هېواد اقتصاد هم له نا معلوم او ګواښوونکي برخلیک سره مخ کړی دی. د وضعه شوي کرنتین له امله په بازارونو کې بیې په بې سارې توګه لوړې شوې دي او له ګمرکونو څخه عواید تر ۹۰ سلنې پورې را کم شوي دي.

وزګاري او په کور تم کېدل بله هغه ستونزه ده چې د اقتصادي کړکېچ لپاره یو بد زېری بلل کېږي. د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې په مارکېټونو کې د لومړنیو او ارتزاقي توکو په بیو کې ۲۰ سلنه لوړ والی راغلی چې دې حالت د هېواد د وګړو په بېوزلۍ کې کلیدي رول لوبولی دی.

تېره اونۍ د مالیې وزارت په یوه بیان کې وویل چې د کرونا وبا له امله یې په عوایدو کې د تېر کال د همدې دورې په پرتله ۱۸ سلنه کموالی راغلی دی. دوی زیاته کړې وه چې که د کرونا له امله جوړ شوی کرنتین همداسې وغځېږي، د هېواد اقتصاد به له صفر سره مخ شي.

بل پلو پاکستان چې له افغانستان سره هم په سوداګریزه برخه کې ژورې اړیکې لري، د اقتصادي رکود په حال کې دی. د یوې سرچینې د راپور له مخې تر اوسه پورې په پاکستان کې د کرونا وبا له امله تر یو کروړ زیات وګړي وزګار شوي دي.

اقتصادي شنونکي پ دې باور دي چې د پاکستان وګړي چې لوی پانګوال هم لري او د دولت په پرتله یې له ملت سره پانګه زیاته ده، د کرونا له امله به یې اقتصاد په تدریجي توګه له صفر سره برابر شي. دغه هېواد کې هم د کرونا له امله کرنتین وضعه شوی چې د مذهبي ډلو لخوا هر وخت ماتېږي او دې چارې پاکستان کې د کويډاـ۱۹ خطر هم لوړ کړی دی.

پاکستان وار له مخې په یو بد اقتصادي وضعیت کې واقع ؤ او د لویو قرضونو په دام کې را ګیر دی. ټاکل شوې وه دغه هېواد خپل اقتصادي کسر را کم کړي خو د کرونا له امله را منځته شوي نړیوال ناورین په پاکستان کې هم اقتصادي رېښې وچې کړې او دا چاره یې بیخي ناشونې کړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.