The news is by your side.

د ایران لخوا د افغان مسافرو بشري جنایت دې وڅېړل شي

خبریال وېب پاڼه/د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا خانګړې استازې الیس ویلز د ایران د سرحدي پولیسو لخوا د افغان مسافرو وژنه بشري جنایت وباله.

الیس ویلز د ایران د پوله ساتو لخوا د افغان مسافرو بې رحمانه وژنه او بیا سیند ته د هغوی غورځول لوی بشري جنایت بللی او د هر اړخېزې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

څو ورځې وړاندې د ایران د سرحدي پولیسو لخوا له افغانستان څخه د ذوالفقار لارې څخه دغه هېواد ته تلونکي افغانان چې ډېری یې مزدور کاران وو، له نیولو او شکنجه کولو وروسته یې د هریرود سیند ته غورځولي وو چې له ډلې یې ګڼ شمېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی ؤ او یوازې ۱۲ کسانو د لامبو په وسیله ځان ژغورلی ؤ.

دې پېښې په کور د ننه او بهر توند غبرګونونه را وپارول. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د دغې قضیې پلټنه خپله ولسشمر غني په غاړه اخیستې ده. له دغې وزارت سڅخه په خپاره شوي بیان کې ټینګار شوی ؤ چې پر افغان مسافرو شوی جنایت به په هر اړخیزه توګه څېړي او معلومات به یې له ملت او نړیوالې ټولې سره په احتجاجي توګه شریک کېږي.

ایران له پاکستان وروسته دویم مضر ګاونډی هېواد دی چې وخت نا وخت د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې سربېره په ګڼو ورانکارو برخو کې فعالیت کوي. په دغه هېواد د طالب اورپکو د ملاتړ او تمویل کولو تور هم دی.

که څه هم ایراني چارواکو دا پېښه رد کړې او دا یې د ځینو هېوادونو لخوا د ایران پر وړاندې توطیه بللې ده خو په هرات کې ځایي خبریالان وایي چې د ذوالفقار له لارې په قاچاقي توګه د تلونکو افغانانو سره ایراني پوله ساتو ځواکونو تشدد کړی دی او دوی یې له سختې شکنجې وروسته سیند ته ګوزار کړي دي.

الیس ویلز وایي دا خبره چې ایراني پوله ساتو ځواکونو افغان مسافر په سیند لاهو کړي، له وحشته ډک داستان دی. نوموړې زیاتوي چې دا یو نه بښونکی عمل دی چې باید پلتنه یې وشي او په وینا د عاملینو له نیولو وروسته ورته سزا ورکړل شي.

دغه امریکایۍ سیاستواله وروسته له هغه دا غبرګون ښیي چې په تېرو دوو ورځو کې د یاد شوي جنایت له امله په کور د ننه او د سیمې هېوادونو کې تاوده بحثونه روان دي.

شاوخوا دوې میاشتې وړاندې تر دوو لکو زیات افغان کډوال له ایران څخه د کرونا وبا له وېرې هېواد ته را ستانه شول خو یو شمېر یې بېرته د بېوزلۍ او فقر له امله د ایران په لور وکوچېدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.