The news is by your side.

د خوست کرکټ لوبغالی به راتلونکو دوو اوونیو کې چمتو شي

خبریال وېب پاڼه/ د خوست کرکټ لوبغالی به راتلونکو دوو اوونیو کې د اووه زره ننداره چیانو لپاره چمتو شي.

د خوست په کرکټ لوبغالي کې د زیاتو نندارچیانو د ځاې برابرولو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې اوس مهال یې ۹۹ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

افغان کرکټ بورډ دغه لوبغالی د پخوا په پرتله د څه باندې دوه چنده نندارچیانو لپاره برابروي چې په راتلونکو ۲ اوونیو کې به یې رغنیزې چارې سل سلنه بشپړې شي.

یاد لوبغالي وړاندې یوازې د دری زره ننداره چیانو د ناستې ظرفیت درلود چې د نویو ځای ناستو جوړولو سره به د اووه زره کسانو د ناستې ظرفیت پیداکړی.

د یادونې وړ ده چې د زیاتو نندارچیانو د ځای ناستي جوړولو له پاره شرکت ته درې میاشت وخت ورکړل شوی وو، خو د شرکت د مالي ستونزو له کبله دغه رغنیزې چارې د ډېرې مودې لپاره ځنډېدلې وې چې اوس مهال پرې يو ځل بيا په چټکۍ سره کار روان دی.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي هم څه موده وړاندې خوست ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کرکټ لوبغالي له رغنیزو چارو څخه د لیدنې په ترڅ کې د شرکت مسؤولینو ته سپارښتنه کړې وه چې په لوبغالي کې د نندارچیانو د ځای ناستې د پراخېدو په موخه ټولې ور سپارل شوې چارو په لوړ کیفیت او ښه توګه ترسره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance