سمنګانو کې سېلابونو درانه تلفات اړولي
خبریال وېب پاڼه/سمنګانو ولایت کې تېره شپه سېلابونه راوتلي دي چې خلکو ته یې ډېر زیانونه ور اړولي دي، سمنګانو کې سېلابونو ۷۰۰ کورونه او زرګونه جریبه ځمکه ویجاره کړې.
د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي، تېره شپه په دې ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله درې تنه ژوبل شوي او نږدې ٧٠٠ کورونه ویجاړ شوي.
د سمنګانو والي ویاند وايي چې دا سېلابونه تېره شپه ددې ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې د سخت اورښت له امله راوتلي دي چې په ترڅ کې یې درې تنه ژوبل شوي دي او اوه سوه هستوګنځيو ته په کې هم زیان اوښتی دی.
صدیق عزیزي زیاتوي چې په دې سېلابونو کې د ځمکو ویجاړیو ترڅنګ سړکونو او څارويو ته هم زیان اوښتی.
له دې سره بیا د دې ولایت امنیه قومندانۍ وايي، د سېلابونو د راوتلو له امله ډېرو کورنیو تېره شپه زیان لیدلی دی.
د دې ادارې ویاند وايي، دوی توانېدلې دي چې د سېلابونو زیانمن شویو کسانو سره مرسته ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وري میاشت کې سختو اورښتونو او سېلابونو هم زیات شمېر کورنۍ ځپلي دي.
د غویي میاشتې پیلېدو سره هم مهاله د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې اورښتونو سخت زور اخیستی، په ځینو سیمو کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
زیانمنې کورنۍ له حکومت د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
په ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د بې ځایه شویو کورنیو، خپلو اصلي مېنو ته د راستنه شویو کورنیو او طبیعي پېښو او سېلاب ځپلیو کورنیو سره د مرستو اعلان کړی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.