The news is by your side.

د افغان سولې بهیر څنګه چې تمه وه هسې ترسره نه شو

خبریال وېب پاڼه/ امریکا وايي د افغان سولې بهیر هغسې چې تمه وه ترسره نه شو او د طالبانو له لوري تاوتریخوالی زیات شو.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي، امریکا به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په امن ځالې باندې بدل شي.

د امریکا دفاع وزیر وايي چې د افغانستان د سولې بهیر هغه ډول چې تمه وه ترسره نه شو ځکه طالبانو ونه شو کولای چې تاوتریخوالی کم کړي.

مارک اسپر زیاتوي، پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو زیاتوالی موندلی او امریکا هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی چې اجازه به ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل شي او نورې نړۍ ته هم ګواښ پېښ کړي.

اسپر د افغان دولت او طالبانو له لوري د زندانیانو خوشې کېدو څخه هر کلی کوي خو بیا وايي چې دا بهیر باید د بین الافغاني خبرو د پيلېدو له پاره ګړندی شي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي په افغانستان کې له ټولو لوریو سره کار کوي، څو له طالبانو سره د امریکا لاسلیک شوی تړون په بشپړه توګه عملي شي.

د طالبانو له لوري د جګړې د پای ته رسېدو له پاره د ولسمشر ټينګار:

ولسمشر غني وایي، طالبان باید بې معنا تاوتریخوالي ته پای ورکړي او سیاسي بهیر کې دې ګډون وکړي.

د کرونا ویروس د اغېزمنې مبارزې له پاره طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي.

ولسمشر غني د هېوادونو مشرانو سره د ویډیوي کنفرانس له لارې له دوی څخه غوښتنه وکړه چې پر طالبانو فشار راوړي، څو جګړې ته پای ورکړي.

ده په دې ناسته کې د طالبانو د جګړې دوام بې معنا وګاڼه او پر اوربند او سیاسي بهیر کې یې د دوی په شریک کېدلو ټینګار وکړ.

د غني په باور جګړې د کرونا سره پر مبارزې سیوری غوړولی او طالبان باید د بشري حقونو له اړخه هم اوربند ته غاړه کېږدي.

په ورته مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته، د طالبانو تاوتریخوالی کم نه شو او بریدونه یې لا پسې چټک کړل.

طالبانو د هېواد په ډېرو برخو کې جګړه روانه کړې، چې د روژې په مبارکې میاشت کې یې پر افغان سرتېرو بریدونه خورا زیات شوي.

طالبانو تر دې دمه د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د اوربند غوښتنې منلو ته د هو ځواب نه دی ویلی او پر وینا یې چې د روژې په میاشت کې جګړه لا ثواب لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.