The news is by your side.

د روژې میاشت او په ۱۷ ولایتونو کې د نښتو دوام

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا سیمه اییز چارواکي وايي چې د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند منګاره توي په سیمه کې وسله والو ترهګرو د پولیسو پر پوستو ډله اییز بریدونه ترسره کړي، چې د پولیسو په ځوابي برید کې اولس وسله وال ترهګر وژل شوي او لس تنه نور یې ټپیان شوي دي.

بل خوا د دې ولایت مټا خان ولسوالۍ اړوند د شورکچې په سیمه کې هم د پولیسو او وسله والو ترهګرو ترمنځ نښته رامنځه شوې چې پرمهال یې یو وسله وال وژل شوی او څلور تنه نور یې ژوبل شوي دي.

له دې سره د دې ولایت امنیه قومندان وايي چې تېره شپه خیرکوټ ولسوالۍ محمد حسن کلي کې د یو مسجد مخ ته تراویح ته د انتظار خلکو منځ ته د لاسي بم په غورځېدلو سره شل تنه زخمي شوي.

بل خوا بیا د ملي امنیت شورا وایي، د روژې میاشتې لومړیو اووه ورځو کې، د طالبانو په بریدونو کې ١٧ ملکیان وژل شوي او ٤٩ نور ټپیان شوي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر وایي چې د طالبانو بریدونو او ملکیانو وژنې دوام، افغانستان کې د جګړې پای لپاره د دغې ډلې د نه ژمنتیا څرګندونه کوي.

له دې سره هم مهاله، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې د اندېښنې څرګندولو سره، د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې اوربند وکړي او ملکيانو له وژنې دې لاس په سر شي.

د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو له مخې، دغه کسانو ته د هلمند، ننگرهار، کندز، فاریاب، غور، غزنی، بادغیس، ارزگان، پکتیکا، بغلان، زابل، کابل، کندهار، لوگر، نیمروز او هرات ولایتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه بنسټ په خبره، ډېری وژل شوي او ټپیان د طالبانو له خوا د سړک غاړې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنې او مستقیمو ډزو له امله وژل شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د غزني چارواکي وایي یوازې په دغه ولایت کې تېرو دوو اوونیو کې اتلس ملکي وګړي وژل شوي او دېرش تنه نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره جدي تدابیر تر لاس لاندې ونیسي.

ننګرهار کې هم یو شمېر سیمه اییز چارواکي له طالبانو او حکومت غواړي چې د روژي میاشت کې اوربند وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance