د عارف وزیر شهادت!او د پاکستان په تړاو یو وړاندیز‌؟

خبریال ویب پاڼه – د عارف وزیر له شهادته داسي ښکاري چې لا هم د پي ټي ایم خلاف د پاکستان حکومت په پالیسي کې بدلون نه دی راغلی ؛ نه جلسو او جلوسونو تاثیر ورباندي کړی او نه هم په ټولیزو رسنیو کې د پي ټي ایم د مشرانو وینا وو او شعارونو پر پاکستاني پالیسي جوړونکو چندان اثر ښندلی دی .

پاکستان تر عارف وزیر ؛ ارمان لوڼي ؛ شهید داوړ او ګڼو نورو شهیدانو وړاندي هم پښتانه وژلي او بیا به هم پښتون وژنې ته دوام ورکوي .

پاکستان پوره (۴۰) کاله په افغانستان کې افغان وژنه کوي چې نه یې د سر سړی پرېښودی او نه یې د پای سړی وبخښلو .‌

پاکستانی ریاست د وژنې په سیاست روږدی شوی دی ؛‌ او دې سیاست د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته ډېر زیان پښتنو ته اړولی دی .

که څه هم پاکستان په کور دننه بلوڅ او د سیند مهاجر هم نه دي بخښلي ؛ خو ددغه ریاست تر ټولو دروند پېټی پښتنو ته ورترغاړې دی .

له بده مرغه پښتانه سیاستول ؛ پوځیان او حکومتي مامورین د ډیورنډ کرښي دواړو غاړو ته یا تر ډېره بریده محافظه کاران یا د خپلو څوکیو څوکیداران جوړ شوي دي ؛ خو بل لورته په لر اوبر او په ټوله کې په نړۍ کې اوس لوستي پښتانه تر بل هروخت زیات وېښ شوي او د خپل هیواد په ګټو پوی شوي دي .

دغو پښتنو ته چې له پخوانیو سیاسي‌ او مذهبي ګوندونو بیزاره شوي د منظور پښتون په مشري (پي ټي ایم) یا د پښتون ژغورنې غورځنګ د رڼا څرک وبرېښېده او له هر ډول چلند پرته یې د پښتون ژغورنې دې غورځنګ ته ورودانګل .

د پښتنو دا سیمه ائیز او د یوڅو محدوده غوښتنو پر بنیاد را ټوکېدلی پي ټي ایم په یوه کال کې دومره پر مختګ وکړ چې په پښتونخوا خاوره کې ځواکمن دوه نېشنلیست ګوندونه پښتونخوا ملي عوامي پارټي ؛ او عوامي نېشنل ګوند یې تر شا پرېښودل او د هم دغو دوو ګوندونو ډېری مشران او ځوانان د پښتون ژغورنې غورځنګ برخه شول او د یوه تنکي ځوان (منظور پښتون ) مشري ته یې غاړه کښېښوده .

ډېری افغانانو هم په کور دننه او د نړۍ په لر اوبر کې دا تنکی ځوان (منظورپښتون) ځپل مشر ومانه او د اطاعت سر یې ورته ټیټ کړ؛ خو پاکستاني ریاست په پي ټي ایم کې دننه د بې اتفاقي‌ سیاست ته لمن ووهله او هڅه یې وکړه چې دا ډله پر دوو یا دریو برخو وویشي ؛ البته تر دم ګړیه دپاکستان دا هڅه ناکامه ښکاري .

پاکستاني استخباراتو په افغانستان کې دننه او په نړۍ کې د پي ټي‌ایم د خواخوږو پښتنو او په ځانګړي ډول د افغانانو د ځورولو ؛ تنګولو او له پي ټي‌ایم نه د لیري کولو بیلا بیل ډولونه وکارول .

پاکستاني پوځ په وژنو او پارونو هڅه وکړه چې پي ټي‌ایم مجبور کړي چې وسلې ته لاس ورواچوي ؛ خو تر دم ګړیه یې دا هڅه هم ناکامه شوې ده .

پاکستاني‌ ریاست په کور دننه پر پښتون ژغورنې غورځنګ د رسنیو دروازې بندي کړې دي‌؛ هڅه یې داده چې دا غورځنګ خپل غږ تر نورو ژبو ویونکو پاکستانیانو ونه رسي .

اوس پوښتنه داده چې ایا د پاکستان ددې کړنو مخنیوی شونی دی ؟

ځواب (هو) دی !

لیکن دا کار لږ تدبیر او په منظم ډول ممکن دی .

لمړی : د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې په ځانګړي ډول اروپا او امریکا کې مېشت پښتانه او د پي ټي ایم او افغانستان خواخوږي یا په بله معنا هغه کسان چې د پاکستان پر افغان پالیسي نیوکې لري او مخالفت یې کوي ، باید د پاکستان د پالیسیو په تړاو په یوه صفحه لیک کې د خپلي سیمي (چې هر ځای دی اوسیږي ) د پارلمان غړي ته ولیکي .‌

له دې کار نه پاکستان سخته وېره لري ؛ دې کار کې په څو کرښو کې د پاکستان اصلي د ضعف ټکي ته لاس وروړل دي .

هم داراز د هم دغه لیک کاپي باید د خپلي سیمي د بشر دحقوقو سازمان او نورو بشري فعالینو ته ورکړل شي .

هممهاله دغه ډول لیکونه باید په پرله پسې توګه د بشر دحقوقو نړۍ وال سازمان ، ملګرو ملتونو ، ناټو او د اروپايي هیوادونو استازو یا په بله معنا د مرسته کونکو هیوادونو ولسمشرانو او د اپوزیشن غړو ته ولیکل شي .

دا ګران کار نه دی ؛ خو پیل او یوه مظمه ډله غواړي چې اغاز وکړي .

لکه څنګه چې پي ټي ایم ولسي حرکت دی ، دا هم ولسي لاوبینګ دی او په دې کار سره موږ کولای شو چې د پاکستان له ظلمونو پرده اوچته کړو .

دوهم :‌ هر هغه افغان چې یا د کرښي ها خوا پښتون چې په انګریزي ژبه پوهېږي باید په انګریزي کې د پښتنو دوسیه او د پاکستان د ناسمي پالیسي په تړاو ولیکي .

که څوک د مقالې لیکلو توان لري خو ډېره ښه خبره ده او که څوک وړوکی فیسبوکي پوسټ یا ټویټ لیکلای شي باید له پښتو سره هم مهاله په انګریزي ژبه زیات لیکل وکړي .

علت دادی چې په انګریزي ژبه ټول مرسته کونکي او پالیسي جوړونکي‌پوهېږي .

دریم : د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ته په کار دي‌ چې د پښتون ژغورنې پر ملاتړو غږ وکړي چې نور دي پاکستاني تلویزونونه نه ګوري‌ او پاکستاني اخبارات دي نه اخلي . دا باید د احتجاج یوه بله بڼه وي .

په دې کار سره چې دا غږ مشر منظور پښتون وکړي ؛ اعلان ورکوونکې کمپنۍ پر پاکستاني اخباراتو د اعلان نرخونه را ټیټوي ، او هغه اعلانونه پر بندوي چې د پښتنو سیمو لپاره یې دوی کوي ، نو دا کار به د پاکستاني رسنیو لپاره یو اقتصادي ټکان وي او دوی به د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو پالیسي باندي له سره غور کوي .

اوس خبره داده چې څومره پښتانه به د منظور پښتون خبره واوري او عمل به په وکړي ؟

مهمه نه ده ؛ دا خبر خپرول پر پاکستاني رسنیو ډېر تاثیر لري او که ممکنه وي‌منظور پښتون دي پښتون خوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل پارټۍ هم په دې تړاو په اعتماد کې واخلي .

څلورم : په پاکستان کې موجود دپي‌ تي ایم خواخوږي‌ ، غړي او مشران باید له پښتو سره هم مهاله خپل فیس بوکي پوسټونه او لیکنې په اردو ژبه هم وکړي ؛‌ څو د نورو قومونو وګړي د پښتون ژغورنې په دوسیه خبر کړای شي‌.

هغه مشران چې په فیس بوکونو کې وینا وي کوي باید اردو ژبو ته د دوی په ژبه خبري‌ وکړي‌چې هغوی وپوهېږي چې ریاست او پاکستانی پوځ له پښتنو سره څنګه چلند کوي .

پنځم : دپښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته په کار دي چې جلسې او لاریونونه نور له پښتني سمو د پنجاب خواته انتقال کړي ، دوی باید له اسلام اباد او پینډۍ نېولې بیا تر ګجرانواله ، فیصل اباد ، ملتان او نورو وړو او لویو ښارونو کې پر احتجاجونو کار وکړي .

هم داراز پښتون ژغورنې غورځنګ ته په کار دي ‌چې نور د جلسو او لاریونونو څخه د احتجاج بڼه کاربندیز(شټرډاون) او پهیه جام هړتالونو ته واړوي .

دا نسخه که څه هم پخوانۍ ده خو تې کې ښه نتیجه وکړې ده .‌

په دې کار سره پښتانه کولای شي چې پاکستان ته اقتصادي تاوان واوړوي ، او په دغه اقتصادي تاوان کې که څه هم یوه اندازه تاوان پخپله د پښتنو هم دی ؛ خو په لویه کې دا ډول احتجاجونه ریاستونه د پالیسیو په بدلون مجبوره کوي .

زما په اند کې دې بره پنڅو ټکو ته راتلونکو شپږو میاشتو کې پاملرنه وشي ښايي ډېر ژر پاکستانی ریاست په خپلو پښتون دښمنه پالیسیو کې بدلون راولي‌.

البته ددې پالیسیو تعقیب ته اړتیا ده چې منظور پښتون او د هغه د باور کسان یې منجمنټ په لاس کې واخلي .

نور بیا

لیکوال : میرویس افغان

کرونا وایرس او افغانستان کې (۴) ممکنه لويي فاجعې !
ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum