The news is by your side.

د پاکستان پارلمان: د تحریک انصاف ګوند شرایط نه دي پوره کړې

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان، چې ډېرې رایې یې هم ګټلې، په پارلمان کې د ځانګړې څوکیو د ترلاسه کولو لپاره اړین شرایط نه لري.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف، د نواز شریف په مشرۍ نواز مسلم لیګ او د بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز ګوند په دې ټاکنیزه سیالۍ کې مهم ګوندونه وو.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د تحريک انصاف ګوند خپلواک کانديدان په ډېر ځنډ سره په انتخاباتو کې د مخکښو کانديدانو په توګه اعلان کړل، خو د پارلماني څوکیو حق ځکه ترې اخیستل شوی چې دوی د یو ایتلافي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

د دغه کمېسیون په وروستۍ پرېکړه کې ویل شوي چې د دغه ګوند له ملاتړه برخمن نوماندان د پاکستان په پارلمان کې ځانګړې څوکۍ نه شي ترلاسه کولی او پاکستاني رسنیو دغه پرېکړه پر پخواني لومړي وزیر عمران خان لپاره یو بل ګوزار بللی دی.

ځواب ورته ورکړئ‌