ماشوم ناڅاپه په شدت سره مه ښوروئ
د ماشومانو د غاړي عضلات ضعیف او سرونه يي درانه وي نو لدې امله د هغوۍ غاړې د دوی سرونه سم نشي تکيه کولای.
که چيري يو ماشوم يودم وښورول (وړچول) شي د هغه نازک ماغزه د سر په کاسه يا کوپړۍ کې په شدت سره مخ او شا ته ځي چې کېدی شي د ماغزو د زخمي کېدلو يا ويني کېدلو باعث شي.
څېړني ښيي د ماشومانو يودم ښورول يا ړچول عموماً د لويانو پواسطه د غوصي په حالت کې هغه وخت کيږي چې ماشوم ډير ژاړي او نه کراريږي.
که دغه ماشومان د مغزو له شديدي ضربي وروسته ژوندي هم پاتې شي نو ځني يي ړنديږي او ځني نور يي د ذکاوت د کمېدلو او ميرګيانو په شمول په وړ وړ نورو ناروغيو اخته کيږي.
لیکنه: ډاکټر امان شمس