The news is by your side.

نیکي هیلي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ له سیالۍ لاس واخیست

د راپورونو له مخې نیکي هیلي د امریکا ولسمشرۍ ته د کاندیدو لپاره د جمهوریپال ګوند په خپل منځني ټاکنو کې پرون وروسته له هغه د سیالۍ له دوامه لاس واخیست، چې د هغې سیال پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ډېرو ایالتونو کې رایې وګټلې.

د راپور له مخې نیکي هیلي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازې په توګه دنده ترسره کوله،پرون چهارشنبې یې په چارلیسټن کې اعلان وکړ چې نوره دغه سیالي مخ ته نه وړي.

د ګوند په خپل منځني ټاکنو کې د ۱۵ایالتونو په ۱۴ کې یې ټرمپ بریالی شوی او تقریباً دامسله یقیني شوي چې ټرمپ به د امریکا د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې چې د روان کال د نومبرپه پنځمه نېټه کیږي، د ډموکرات ګوند له خوا د اوسني ولسمشرجوبایډن پر وړاندې کاندید وي.

ځواب ورته ورکړئ‌