fbpx

د دوو غیر مسؤولو قوماندانانو ترمنځ په نښته کې ۹ تنه وژل شوي

خبریال وېب پاڼه مزار شریف  ۱۹ مۍ ۲۰۱۹ / په تخار ولایت کې د دوو غیر مسؤوله وسله والو ډلو ترمنځ په وسله واله نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د قدق سیمه کې د دوو غیر مسؤوله قوماندانانو ترمنځ په نښته کې شپاړسو وسله والو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده . د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یاده پېښه تېر ماسختن رامنځته شوې ده و چې له کبله یې ۹ تنه وسله وال وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي . په وژل شویو کې د صدیق الله په نوم یو قوماندان هم شامل دی .

د هجري په خبره سیمې ته پولیس رسېدلي دي او د دې پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده، نوموړي د پېښې د علت په اړه څه نه دي ویلي خو په خبره یې جګړه اوس درېدلې ده .

خو په دغه ولایت او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې وخت نا وخت د غیر مسؤولو قوماندانانو د شخصي دښمنۍ له کبله ورته پېښې رامنځته کیږي ، چې له کبله یې د ملکیانو په ګډون غیر مسؤول وسله وال هم وژل کیږي .