The news is by your side.

د پورړوي پاکستان پورونه نور هم زیات شوي

خبریال وېبپاڼه: په تېرو ۷ میاشتو کې د پاکسشويتان د مرکزي بانک پورونه ۶ سلنه زیات شوي دي.
پاکستاني رسنیو د یاد بانک د مالوماتو پر اساس راپور ورکړی چې اوس مهال د پاکستان ټول پورونه ۶۴ زره او ۸۴۲ میلیارده روپۍ پوروړۍ دی.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس، په تېرو ۷ میاشتو کې د پاکستان داخلي پورونه له ۳۸ تریلیون روپیو ۴۲ تریلیون روپیو ته زیات شوي، خو بهرني پورونه یې بیا له ۲۲ تریلیون روپیو ۲۲ اعشاریه ۲۱ تریلیون روپیو ته ډېر شوي دي.
که څه هم پاکستان ورځ نه بلې ته پوروړی کېږي؛ خو نوي لومړي وزیر یې په خپله لومړۍ وینا کې اقتصادي کمېټې ته ویلي چې د پیسو له نړیوال بانک سره به د نورو پورونو په اړه خبرې پیل کړې.
سره له دې، چې پاکستان له پخوا څخه زیات پوروړی هېواد وو، خو له واک څخه د عمران خان تر لرې کېدو وروسته، د دغه هېواد اقتصاد نور هم متزلزل حالت ته ولاړ.

ځواب ورته ورکړئ‌