The news is by your side.

ملګري ملتونه: افغانستان کې دې پر مېرمنو بندیزونه لرې شي

خبریال وېبپاڼه: ملګرو ملتونو یو وار بیا افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د یاد سازمان سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې که پر افغان مېرمنو بندیزونه پای ته ونه رسیږي، نو دا هېواد به د لا زیاتې بې وزلۍ او انزوا کېدو له خطر سره مخ شي.
اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د میرمنو پر وړاندې اوسنی وضعیت بوږنونکی دی او په کار ده چې دا وضعیت د نړیوالو اندېښنو او اقداماتو په مرکز کې ځای ولري.
دا په داسې حال کې ده چې له دوه نیم کالو ډېره موده کېږي چې افغانستان کې د ښځو حقونه نه ورکول کېږي.

ځواب ورته ورکړئ‌