The news is by your side.

روسیه کې امریکایي وګړو ته د خپل سفارت خبرداری؛ راتلونکو دوو ورځو کې لویو غونډو کې ګډون ونه کړئ

خبریال وېبپاڼه: مسکو کې امریکا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې څو راتلونکو دوو ورځو کې لویو غونډو کې ګډون ونه کړي.

یاد سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې مسکو کې پر لویو غونډو د احتمالي بریدونو ګواښ شتون لري.
دوی خپلو وګړو ته ویلي، چې په خپلو ځایونو کې پاتي شي او له اضافه تګ راتګ ډډه وکړي.
دا خبرداری وروسته تر هغې ورکول کېږي چې وړمه ورځ د روسیې ملي امنیت ویلي وو چې د یهودیانو پر عبادت ځای یې د داعش د برید هڅه شنډه کړه.
مسکو تر دې دمه د امریکا سفارت د دغې اعلاميې په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب ورته ورکړئ‌