The news is by your side.

پاکستان کې ۵۰۰ زره افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

خبریال وېبپاڼه: د ماشومانو د ملاتړ یو ښوونیز دفتر وایي چې اوسمهال په پاکستان کې د افغان کډوالو شاوخوا ۵۰۰ زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د «ا.اعلان» په نوم دې ښوونیز دفتر ویلي چې له زده‌کړو دا بې برخې ماشومان د پاکستان په کمپونو او ښارونو کې اوسېږي او ښوونځي ته له تګ پاتې شوي دي.

بلخوا د یاد بنسټ دا شمېرې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم تایید کړې او د دغو ماشومانو عمر یې له ۵ تر ۱۶ کلنۍ پورې ښودلی دی.

دا په داسې حال کې چې په وروستیو څو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل کېدل هم پیل شوي او سږ کال تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته رالېږل شوي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌