The news is by your side.

مېړه ووژنه؛ خو مېړانه یې مه وژنه!

خبریال وېبپاڼه: مېړه مړ کړه، مېړانه یې مه وژنه. هارون حکیمي د آرام شخصیت، بې ساري عزت النفس او وقار او خورا مثبت غرور څښتن دی.

د هغه په اړه په قضاوت کې ترهرڅه مخکې لومړی د محکمې حکم ته منتظر شئ، متهمېدل محکومېدل نه دي. د مطیع الله خان کیسه در یاده کړئ، ټولو یې په اړه غلط قضاوت وکړ، وروسته محکمو سپېڅلی ثابت کړ، بیا مو هم ځان ته، هم هغه ځوان ته سترګې خړې وې.

وخت ته منتظر اوسئ، وخت به هرڅه اثبات کړي.

دوهمه خبره دا ده چې زموږ د دین او کلتور حکم هم په دغسې شرایطو کې په “تبینوا” بناء دی.

مانا تر هر ډول قضاوت مخکې یو ځل ځان ته کافي معلومات را جمعه کړئ.

مثلاً مدعي څوک دی؟ له مدعي علیه سره یې رابطه څه ده؟ یواځې شوې ادعا یې ترمنځ ده، که یې نور مسایل هم ترمنځ شته؟ مکاني او زماني شرایط څه ډول دي؟ اصل ادعاء څه ډول ده؟ د پېښې مشخص هویت درک کول مهم دي چې موږ هیڅ یو لا ټول معلومات نه لرو.

درېیمه دا چې تاسې په ټول هیواد کې د حکیمي په کچه دری تنه لوستې او په کم عمر د ډېرې تجربې څښتنان نه لرئ، د عربانو خبره، اصحاب النعم محسودون. د نعمت څښتنان د حسد ښکار وي.

حکیمي ښایي استثناء نه وي.

څلورمه خبره زموږ هر یوه انساني ضعف او کمزورتیاوې دي، تر دې مخکې چې د بل په اړه قضاوت وکړو، راځئ خپلو ګریوانونو ته سر ټیټ کړو.

کوم یو مو یوسف علیه السلام دی؟ کوم یو مو نفس نه لري. قانوني مسایل بیل وي، له قوانینو سره شدت زېب کوي، له وجدانونو سره نرمښت او تواضع.

د قانون مسألې قوانینو ته پرېږدئ، خپل اخلاقي قضاوت پر خپلو انساني کمزورتیاوو، خپل انساني شناخت بناء کړئ.

که ستاسې په اړه دغسې اتهام وارد شي، ستاسې به د ځان په اړه دفاعیه څه وي؟

وروستۍ دا چې هارون حکیمي نه کوم اخلاقي ناصح یا د دین ټېکه دار و، نه د نشو تماشو سړی و، نه یې هیڅ ملګری، همکار یا شناخته په بې بندوبارۍ، یا حتی په بې بندوباره مجلس پېژني.

یو نهایي بې غرضه او پر خپل علمي کېرییر متمرکز سړی و. د انسانانو په اړه د خدای وېره په ذهن کې ساتلې قضاوت کوئ او تل دوعا کوئ چې رب مو له دغسې ابتلاګانو خوندي ولري.

لیکنه: حیات الله سنګین

ځواب ورته ورکړئ‌